Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې ووژل شول

12/10/2008

U.S. Commander of the NATO- led International Security Assistance Force (ISAF) Gen. David McKiernan (file photo)
     په افغانستان کی د ایساف د قواو قومندان ستر جنرال دیوید مک کرنین 

رپوټ واېې چې دافغانستان او ناټو قواو په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې وژلى دى.

د افغانستان چارواکى واېې چې د ناټو او افغانستان قواو د افراطېانو د ېوې مهمى حملى مخه ونېوله.

رپوټ واېې چې دغه حمله د هېلمند په مرکز لشکر گاه کې کېدله. 

رپوټ واېې چې عسکرو چې ملاتړ ېې هواېې قواو کاوه په درې ورځنېو عملېاتو کې شپېته کسان ووژل. طالبانو  کوشش کاوه چې په لشکر گاه باندى په درنو وسلو باندى حمله وکړى.

چارواکى واېې چې ۴٠ تنه نور افراطېان  په هغودرې ورځنېو عملېاتو کې ووژل شول چې د شنبى په ورځ د نادعلى په اولسوالى کې پاېته ورسېدل.

دغه تلفات کومى مستقلى خبرىمنبع ندى تائېد کړى. دامرېکا د پوځ ېو جنرال ډېوېډ مکېرنن واېې چې ده د لشکرگاه په جگړه کې د ملکى تلفاتو د منځته راتللو خبر ندى اورېدلى.

جنرال ډېوېډ مک کېرنن ووېل چې نړېوالى قواو په بى سابقى ډول باندى داسى اقدامات کوى چې د ملکېانو د تلفاتو مخه ونېسى. او داکار ددى اندېښنى په نظر کې نېولو سره  کېږى چې افغانان ښاېې دقواو ملاتړ بند کړى. 

مک کېرنن ووېل چې په افغانستان کې په کافى اندازه عسکر نشته چې له طالبانو سره جگړه وکړى. خو هغه ووېل چې دافغانستان او اېتلاف قواوې دا جگړه نه باېلى.

بل پلو، د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې د پاکستان د اورکزي اجنسۍ په سیمه کې له درې سوو څخه دزیاتو ملکي کسانو  دوژل کېدو او ټپي کېدو سبب شو.

د جمعې په ورځ، یو ځان وژونکي تروریست د داورکزو قبایلو دسیمې د هغو شپږسو تنو مشرانو په منځ کې خپل ځان وچولو چې دیوې جرګې په ترڅ کې د طالبانو پر خلاف د یو ځواک د جوړیدو په خاطر د خبرو اترو لپاره را ټول شوي وو. 

جمهور رئیس حامد کرزی دغه ناوړه عمل د القاعده سازمان او د سیمه یزو تروریستانو کار بللی. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه