Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'

12/10/2008

مهدی کروبی
مهدی کروبی
د ایران یو اصلاح غوښتونکی وايي چې دی به د بل کال دجمهوري رېاست په انتخاباتو کې ودریږي او له  جمهوررئیس محمود احمدي نژاد سره به مقابله و کړي. 

ښاغلى احمدى نژاد غواړى چې  د دوهمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

د پارلمان پخواني رئیس مهدي کروبي د ٢٠٠٩ کال د جمهوري ریاست له پاره خپل کاندیدل په تهران کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې اعلان کړل.

ده وویل چې احمدي نژاد په اقتصادي چارو او بهرنۍ پالیسۍ کې پاتې راغلی دی.

ده همدارنگه په احمدي نژاد باندې انتقاد وکړ چې دى  د دوهمې نړیوالې جگړې په وخت کې د یهودیانود عامه وژنې نه انکار کوي. 

ده وویل چې د احمدي نژاد دا څرگندونې په تیر وخت کې د هیواد لپاره په لوړه بیه تمامې شوي دي.

کروبي د ایران لمړنۍ سیاسي شخص  دی چې د ایران د جمهوري انتخاباتو لپاره د کاندیدۍ اعلان کوي.

مگرد ښاغلی احمدي نژاد ملاتړ د ایران د ستر روحاني مشر ایات الله علي خامنه ای  کوى. هغه  په دې وختو کې د احمدي نژاد د جمهور رئیس کیدلو  ملاتړ کړی دی. 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه