Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د افغانستان او ناټو عسکرو په تازه جگړو کې څوارلس طالبان وژلى دى

13/10/2008

ناتو
 د امرېکا پوځ واېې چې د افغانستان او ناټو عسکرو په تازه جگړو کې څوارلس طالبان وژلى دى.

په همدى جگړه کې دوه تنه ملکېان د ېاغېانو د راکټ په ډز هغه ووژل شول چې په راکټ باندى د هغوى کور ولگېده.

په افغانستان کې د امرېکا په مشرى پوځ او دافغانستان قواوې واېې چې ددوشنبى په ورځ دوخته ېې په غزنى کې پنځه افراطېان ووژل .

رپوټ واېې چې نهه تنه طالبان په همدغه سېمه کې په گډو عملېاتوکې ووژل شول.

ملکى تلفات هغه وخت پېښ شول چې افراطېانو د ناټو پر عسکرو باندى په خوست کې د راکټ ډز کاوه خو هغه په ېوه کور ولگېده. په دغه کور کې ېوه زړه ښځه اوېوماشوم مړه شول او درى تنه نور زخمى شول.

دا جگړه هغه وخت وشوه چې د ناټو عالېربته قوماندان دامرېکا جنرال دېوېد مک کېرنن د مطبوعاتو هغه رپوټونه وغندل چې واېې دنا ټو او افغانستان قواو دا جگړه باېلى.

که څه هم دغه جنرال د اخبره ومنله چې دى نورو قواو ته ضرورت لرى چې له ېاغېانو سره جگړه وکړى.  جنرال مک کېرنان په کابل کې خبرېالانو ته ووېل چې نړېوالىقواو ددې لپاره چې دملکى تلفاتو مخه ونېسى

داسى سخت اقدامات کوى چې سارى ېې نه لېدل کېږى.

دا تبصرى په داسى وخت کې کېږى چې دافغانستان اوناټوقواو ووېل چې دوى دهېلمند په ولاېت کې تقرېبا د طالبانو سل تنه جنگېالى وژلى دى.

امریکایی پوځ وایي افغان او نړیوالو ځواکونو د تندلارو سره په وروستیو نښتو کې څوارلس طالبان وژلي خو سخت دریځو دوه ملکي کسان پر یوه کورباندی د توغندی په گوزارولو ووژل.

د امریکا په مشرۍ اییتلاف او افغان قواوې وایی دوی نن سهار وختي د غزني په ولایت کی هم پنځه تنه تندلاري له منځه یوړل خو زیاتوي چې تر هغې وروسته په همدې سیمه کې د افغان او اییتلاف په گډو پوځي عملیاتو کې نهه تنه نور هم ووژل شول.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
امرېکاېې قواو په افغانستان کی دېارلس تندروان وژلی دی

  نور رپو ټونه
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه
تاجکستان نن پنځه سوه کېلو گرامه چرس چه د افغانستان نه په قاچاق راوړل کېدل، ونېول