 |
| په دبۍ، ریاض، مصر، عمان او ابوظبي کې د اسهامو قیمت لوړ شوی دی. |
په داسې حال کې چې ډیر عربي هیوادونه په دې وېره کې دي چې د روان نړیوال مالي بحران ناوړه اغېزې به پر دوی هم پرېوزي، خو د تیلو د قیمت راغوځېدو او د نړۍ په بازارونو کې د اسهامو د ارزښت راکمېدو ډیرو عربي هیوادونو ته لا له وخته صدمه رسولې ده.
عربي پانگه اچوونکي اوس د اروپا او متحده ایالاتو د مشرانو هغې پریکړې ته خوشبین دي چې وايي، د بحراني مالي سکتور سره باید حکومتونه مرسته وکړي.
له همدې آمله د دبۍ او ریاض په مهمو مالي بازارونو کې د اسهامو قیمت له اتو نه تر لسو فیصو لوړ شوی دی. په مصر، عمان او ابوظبي کې هم د اسهامو ارزښت له دریو نه تر پنځو فیصدو پورې لوړ شوی دی.
د تیرې اونۍ په جریان کې ډیرو پانگه اچوونکو وېره لرله چې روان مالي بحران به دوی ته هم زیان ورسوي خو ځینو نورو ته یې صدمه له وخته رسېدلې وه.
د تیلو د یوه بیرله قیمت له ٨٠ ډالرو نه راکښته کېدو د سعودي د پولي واحد د کنترول د ادارې رئیس، حامد سعود السیاري دې ته اړ باسی چې د العربیه تلویزیون ته ووايي چې په سعودي عربستان کې وضع تر کنترول لاندې ده...او که د تیلو قیمت یو بیرل ۴٥ ډالرو ته هم راولوېږي بیا به هم د خلیج هیوادونه گټه کوي.
په دوبۍ کې هم دا اندېښنې موجودي دي چې د مالي بحراني حالت اوږدېدل کیدای شي ددغه ځای مخ پر ودې د راکړې ورکړې بازار له جدي خطر سره مخ کړي.
خو چارواکي بیا وايي، ټولې چارې عادي او د معمول سره سم پر مخ ځي. د دوبۍ په هوايي میدان کې یو نوی ټرمینل پرانیستل کیږي او د څو اسمان څکالو د جوړولو پروژې تصویب شوي دي.
په عربي ملکونو کې ددغو تازه خوشبینیو سره سره، د قطر مشهور مفتي یوسف القرداوي ويلي، کپیټلیزم یا د پانگوالئ نظام ناکام شوی دی او نړۍ باید اسلامي اقتصادي نظام غوره کړي. د نړۍ هغه بانکونه چې د اسلامي مالي نظام پر اساس کار کوي، سود نه ورکوي.
![[insert caption here] [insert caption here]](/pashto/images/oil-holding_0.jpg) |
| د تیلو قیمت یو بیرل ٨٠ ډالرو ته رالوېدلی، خو د سعودي مقامات وايي، دوی بیا هم په گټه کې دي. |
په لبنان کې، ځینې بنسټ پالي کسان بیا وايي، روان مالي بحران کیدای شي امریکا اړ باسي چې ډیر ژر به له عراق او افغانستان نه خپل عسکر راوباسي. خو د لبنان د صنعتي پارکونو د اتحادیې رئیس فدي عبود په دې نظر دی چې د روان مالي بحران له آمله ټولې عربي نړۍ ته یو شان صدمه نده رسېدلې.
هغه وايي: ”هغه ملکونه چې بانکونه یې ډیر له امریکايي مارکیټ سره سروکار لري، د لبنان په نسبت یا د سوریې په نسبت چې له لویدیځې نړۍ سره هیڅ کار نلري، زیاته صدمه ویني. دا چې د خلیج په هیوادونو کې د لویدیځ د مارکیټونو موجودیت ډیر زیات دی، په همدې خاطر دغو ملکونو ته د سیمې د نورو ملکونو په نسبت زیات تاوان رسیږي”.
د بیروت د ډیلي سټار ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د لبنان په بانکونو کې د اروپا او متحده ایالاتو نفوذ ډیر زیات دی او له همدې آمله دغه ملک کیدای شي د نورو عربي ملکونو په نسبت قوي صدمه وویني.