Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

24 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
سږ کال سل امریکايي بانکونه وتړل شول

24/10/2009

A Citibank sign outside of the business, in Woburn, Massachusetts (file photo)
 سیټي بانک د امریکا یو له  لویو بانکونوڅخه دی 

چارواکو پرون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چی اووه نور بانکونه هم وتړل سول چی په دې سره د ټولو هغو بانکونو شمیر چی په روان میلادي کال کی تړل شوي ١٠٦ ته ورسید.

په تیر وخت کی هم کله چی په یوه واحد کال کی کوم بانکونه د خپلو فعالیتونو د ناکامیدو په وجه تړل شوي وو، هغه ١٩٩٢ کال و چی ټول ١٨١ بانکونه وو.

سږکال هم په دغو ١٠٦ بانکونو برسیره په سلگونو نور بانکونه هم د خپلو فعالیتونو د ناکامۍ له کبله د بندیدو د خطر سره مخامخ دي. حکومت هیله لری چی د اقتصاد د بیا ښه کیدو سره به د بانکونو حال بیرته ښه سی، مگر یوې مالي حکومتي ادارې ویلي دي چی د بانکونو په تړلو سره به تر ٢٠١٣ کال پوری څه د پاسه ١٠٠ ملیارډ ډالره تاوانونه ورسیږی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه