Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

26 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
ایران واېې چی ژر به د ملگرو ملتونو پېشنهادنو ته ځواب وواېې

26/10/2009

Iranian FM Manouchehr Mottaki during a press conference in Tehran (file photo

د اېران خارجه وزېر، منوچهر متکی

د اېران خارجه وزېر واېې چې چارواکی به په راتلونکېو څو ورځو کې دملگرو ملتونو له خوانه د پېشنهادونو  لېکل شوی مسودی ته ځواب ورکړی.

دا مسوده به روسېې ته اجازه ورکړی چې داېران د تحقېقاتی بټی لپاره ېورانېم غنی کړی.

د اېران سر کاری خبری اژانس د اېران د خارجه وزېر منوچهر متکی له قوله د دوشنبی په ورځ لېکی چې دده هېواد ښاېې له دې سره موافقه وکړی چې ېوڅه ېورانېم بهرته دغنی کولو لپاره انتقال کړی او ېا به دا غوره وگڼی چې غنی شوی ېورانېم په بېه واخلی.

هغه ووېل په دې کې به  حکومت ېوه لاره  انتخاب کړی او همدا رنگه اېران به دخپلو ېورانېمو غنی کولو ته هم ادامه ورکړی.

امرېکا ددغه پېشنهاد ملاتړ کړېدی ځکه چې مقصد ېې دا دی چې  اېران د ېورانېمو له غنی کولونه اېسار کړی. غنی شوی ېورانېم د اټومی بم په جوړولو کې استعمالېدلی شی. 

د اېران دخارجه وزېر منوچهر متکی خبری په داسی وخت کې کېږی چې د ملگرو ملتونو مفتشان د اېران اټومی تاسېسات ددې لپاره گوری چې دا خبره معلومه کړی چې لکه څنگه چې د اېران چاروکی واېې، دا تاسېسات د سوله ئېزو مقاصدو لپاره استعمالېږی او که نه.
 
د اېران سر کاری خبری اژانس واېې چې د ملگرو ملتونو څارونکېو د ېکشنبی په ورځ په قم کې داېران د ېورانېمو دغنی کولو نوی بټی وکتله.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه