Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

27 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
پاکستان: روانو عملیاتو کې د افراطیانو تلفات زیات شوي 

27/10/2009

Pakistani soldiers stand guard as civilians fleeing S. Waziristan queue near relief distribution point in Dera Ismail Khan, 26 Oct 2009

د پاکستان پوځ د جنوبی وزیرستان غرنی سیمی ته چی په شمال غربی پاکستان کی پرته ده تقریبا ٣٠ زره عسکر ور لیږلی دی.

د پاکستان پوځ وایی چی دوی ۴٢ افراطیان په تازه تهاجمی حمله کی د طالبانو دیوه پاخه سنگر دنیولو په وخت کی وژلی دی.

دطالبانو دغه پوخ سنگر دافغانستان سرحد ته نیژدی پروت دی. رپوټ وایی چی د جنوبی وزیرستان په عملیاتوکی پوځ ادعا کوی چی د افراطیانو د تازه تلفاتو سره دهغوی دمړیو شمیر تر  ٢٠٠ نه زیاتیږی. خو داشمیر تلفات په مستقل ډول نشی تائیدیدلی ځکه چی خبریالان د جنگ سیمی ته نه پریښودل کیږی.

د پاکستان پوځ د جنوبی وزیرستان غرنی سیمی ته چی په شمال غربی پاکستان کی پرته ده تقریبا ٣٠ زره عسکر ور لیږلی دی.

پوځ غواړی چی پاکستانی طالبانو ته شکست ورکړی. پاکستانی طالبان له همدغه ځای نه په ټول پاکستان کی دبمونو د حملو بند وبست کوی.

دپاکستان پوځ د شنبی په ورځ په وزیرستان کی کوټگی ونیو او خپله کامیابی یی اعلان کړله. دا ځای د طالبانو دمشر حکیم  الله مسود، اصلی استوگنځای دی. رپوټ وایی چی دپاکستان عسکرد طالبانو ترواک لاندی سیمه کی دکنترول لپاره  له سخت مقاومت سره مخامخ شویدی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه