Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

28 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
هیلري کلنټن په اسلام اباد کې ده

28/10/2009

U.S. Secretary of State Hillary Rodham Clinton addresses students of MGU (Moscow State University), 14 Oct 2009

میرمن کلینټن قول وکړ چې دپاکستان سره د پخوا وختونو برخلاف له سره نوي او پراخه روابط شروع کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره چې د پاکستان سره د خپل ملک د دوه اړخیزو اړیکو د تقویه کولو لپاره اسلام اباد ته تللې، د پیښور مرگانۍ چاودنه وغندله.

میرمن کلینټن قول وکړ چې دپاکستان سره د پخوا وختونو برخلاف له سره  نوي او پراخه روابط  شروع کړی او په دی باب به د لوړ  رتبه پاکستانی مقاماتو  سره خبری وکړی.

هغی وویل چه  دا روابط به  یواځی  دټرورزم په خلاف دجنگ پوری محدود نه وی.

میرمن کلنټن وویل په داسی حال کی چه دټرورزم سره مبارزه دامریکا لپاره ترټولو زیاته مهمه خبره ده خو واشنگټن دا هم  غواړی چه په پاکستانی د تعلیم او پوهنی د پراختیا او  د دیموکراسئ  او مدنی بنیادونو دپیاوړی کولو لپاره    دپاکستان سره مرستی وکړی.

 دامریکا کانگرس دپاکستان سره دهراړخیزو مرستو لپاره اوه عشاریه پنځه میلیارده ډالر منظور کړی دی، چه ددی جملی نه یې خورا  ډیری پیسی دمدنی او ملکی ادارو لپاره اختصاص شوی دی. 

خو د پاکستان د یو شمیر سیاسی گوندونو مشرانو  دامریکا په دغه پراخه  مرسته باندی سخت انتقادونه کړی دی او وایی چی  امریکاغواړی د پاکستان  دخاوری تمامیت  او استقلال  ته تاوان ورسوی.

Pakistani soldiers provide security as trucks carrying military logistics drive along road from South Waziristan to outskirts of Dera Ismail Khan, 24 Oct 2009<br />

د پاکستان پوځ دا دعوا کوی چی تراوسه د جنوبي وزیرستان په عملیاتو کې یې ٢٣٩ طالبان وژلی او په مقابل کی د دوی ٣١ عسکر وژل شوي.

میرمن کلنټن په جنوبی وزیرستان باندی دپاکستانی قواو د یرغل هرکلی او ستاینه  وکړه او ویی ویل غواړی چه  تازه معلومات دپاکستانی مقاماتو نه لاس ته راوړی. پرون پاکستانی قواو ادعا وکړه چه جنوبی وزیر ستان ته ډیر دننه ورننوتلی دی.

د پوځ یوه اعلامیه وایی چه دسخت جنگ په نتیجه کی یی دوه څلویښت طالبان ووژل.  

د پاکستان پوځ دا دعوا هم کوی چه تراوسه پوری یی دوه سوه  نهه دیرش طالبان وژلی دی او په مقابل کی یی خپل یو دیرش  عسکر له لاسه ورکړی دی. 

د پاکستان پوځ وایی چه دیرش زره عسکر یی فعلا  په جنوبی وزیر ستان کی دتقریبا لس زره طالبانو او یو شمیر خارجی جنگیالو سره په جنگ اخته دی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه