Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

28 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د خوگانو زکام په افغانستان کې یو تن وواژه

28/10/2009

Swine Flu Map
           سور رنگ د نړۍ هغه برخې ښيي چې د خوگانو زکام پکې ډیر زیات دی.

د افغانستان دعامی روغتیا وزارت وایی چه دلومړي ځل لپاره یو ناروغه د خوگانو د زکام ویروس وژلی دی.

نن د روغتیا وزارت وویل چه مړ شوی سړی یو پنځه دیرش کلن انجینر ؤ چه تیره هفته دکابل په یوه روغتون کی مړ شو.

د هغه څو نورو خپلوانو هم د ایچ ون این ون ساری ویروس لره، خو ټول یی روغ شوي دي. 

د روغتیا وزارت وایی چه تراوسه پوری په بگرام کی دامریکا په نظامی اډه اود ملگرو ملتونو په دفتر کی په پنځوسو کسانو کی دایچ ون این ون ویروس تثبیت شوی دی. 

دروغتیا نړیوال سازمان وایی چه تراوسه پوری دغه ساری ویروس پنځه زره ناروغان وژلی دی او غواړی چه د خوگانو دزکام دعلاج لپاره څو میلونه ډوزه واکسین د نړئ  یو شمیر ډیرو بیوزلو ملکونو ته ولیږی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه