Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

29 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
اوباما په افغانستان کی د وژل سوو امریکایانو مړي ولیدل

29/10/2009

President Barack Obama speaking at the Jacksonville Naval Air Station in Florida, 26 Oct 2009

اوباما ددغي اډې په یوه کلیسا کی ددغو وژل سوو عسکرو د کورنیو د غړو سره خصوصي غونډه وکړه.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما بیگاه د امریکا د ( ډلیویر ) ایالت ته ولاړ او هلته یې په یوه عسکري هوایی اډه کی هغه الوتکه وکتله چی د هغو امریکایي عسکرو او ملکي کارکونکو مړي یې راوړي وو چی په دې وروستیو ورځو کی په افغانستان کی وژل شوي دي.

ښاغلی اوباما د امریکا په وخت د چهارشنبې په ماسختن د سپیني ماڼۍ نه د جمهوري ریاست په هلیکوپتر کی د ( ډوور ) هوایي اډې ته ولاړ. د هغه دا سفر پټ و او یوازي یو څو تنه ژورنالیستانو ته خبر ورکړه سوی و.

هغه ددغي اډې په یوه کلیسا کی ددغو وژل سوو عسکرو د کورنیو د غړو سره خصوصي غونډه وکړه.

د امریکا د هوایي قواو یوې باروړونکي الوتکي د هغو اتو تنو عسکرو چی د سه شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کی د بمونو په څو چاودنو کی ووژل سول، او همداراز د اوو نورو وژل سوو عسکرو او د مخدره موادو ضد دروتنو امریکایی کارکونکو مړي امریکا ته راورسول. وروستي درې تنه د یوه نظامي هلیکوپتر د رالویدو په پېښه کی وژل سوي وو.

په دې سره د ٢٠٠١ کال را پدې خوا کله چی امریکایي قواو په افغانستان کی د طالبانو رژیم راوپرځاوه، د اکتوبر روانه میاشت د امریکایي عسکرو د وژلو تر ټولو خونړۍ میاشت شمیرل کیږی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه