Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

30 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د امریکا اقتصاد وده کړې ده

30/10/2009

U.S. exports to India last year topped $17 billion, according to the U.S. Census Bureau. Imports from India amounted to more than $24 billion.  The SBA says the new partnership will help U.S. small businesses access India's growing markets.

ځینې اقتصاد پوهان وايي چې ددغو داخلي تولیداتو او د مستهلکینو د لګښتونو د زیاتیدو یوه وجه حکومتي اقتصادي مرستې او ژغورونکي پلانونه دي.

د امریکا اقتصاد د یوه کال دوامداره تاوانونو نه وروسته د جولای، اګست او سپتمبر په میاشتو کې بیرته وده کړې ده.

ددغه ملک د تجارت د وزارت د پنجشنبې د ورځې په رپوټ کې ویل شوي دي چې د امریکا مجموعي داخلي تولیدات د کال په دریمه ربع کې ۳،۵ فیصده وده کړې ده چې دا تر هغه چې اکثرو اقتصاد پوهانو یې پیشبیني کړې وه، زیاته ده.

د یوه ملک مجموعي داخلي تولیدات د هغه د اقتصادي ودې او انکشاف نښه ده.

ځینې اقتصاد پوهان وايي چې ددغو داخلي تولیداتو او د مستهلکینو د لګښتونو د زیاتیدو یوه وجه حکومتي اقتصادي مرستې او ژغورونکي پلانونه دي.

د تجارت د وزارت په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د مستهلکینو په لګښتونو کې هم د کال په همدې ربع کې ۳،۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

او همدا د مستهلکینو تقاضا او لګښت د امریکا د اقتصاد په درو کې دوې برخې تشکیلوي.

Chinese officials (L) and their US counterparts (R) face each other during their Strategic Economic Dialogue discussions at the Great Hall of the People in Beijing, 14 Dec 2006

چین او امریکا مخکې هم د سواداگرئ او ځینو نورو ستراتیژیکو مسایلو په اړه په لوړه سطحه مذاکرات کړي وو.

بل خوا، امریکا او چین په داسي حال کی په تجارتي خبرو باندی شروع کړی ده چی دواړي خواوی په دی لټه کی دي چی د یولړ موضوګانو په باب چی د نړۍ د اقلیم پاک ساتل او ځینی نوری تجارتي جنجالي مسایل هم په کی شامل دي، ګدی د حل لاری پیدا کړي.

د امریکا د تجارت وزیر ګیري لاک د چین په ختیځ کی د (هانګ ژوا ) په ښار کی د دی خبرو د پیل کیدو په وینا کی وویل چی دا مهمه ده چی دواړه هیوادونه باید په دی خبرو کی ثابت پرمختګ وښيي. هغه وویل چی امریکا او چین باید خپلو خلګو ته دا وښيي چی دوی دواړه په ګډه کار کولای شي.

د تجارت او اقتصاد په باب د امریکا او چین د ګډ کمیسون دا کلنۍ غونډه څو هفتی مخکي له دی کیږي چی د امریکا جمهور ریٌس بارک اوباما غوړاي چین ته خپل لومړنۍ سفر وکړي.

امریکايي استاځي ګیري لاک وویل چی په خبرو کی ځینی اختلافونه راپیدا شول ملګر هغه دا اختلافونه د روابطو پخیدل وبلل.

د نن ورځی په غونډه کی چین اعلان وکړ چی د امریکا نه د خوګ د غوښی په وارداتو باندی به هغه بندیز لیري کړي چی ددی کال په سر کی د ( اچ ون ان ون ) وایروس یا د خوګانو د والګی د ویري له کبله یی پر لګولي و.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه