Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

30 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
کلینټن د قبایلو له مشرانو سره وکتل

30/10/2009

US Secretary of State Hillary Rodham Clinton, center, is escorted by Pakistani Rangers at the Iqbal Memorial in Lahore, 29 Oct 2009

یوه ورځ مخکي میرمن کلینټن په لاهور کې د پوهنتون محصلینو ته د خبرو پر مهال وویل چې هغه دا نشي منلای چې د پاکستان حکومت د القاعدې مشران نشوای نیولای که یې په ریښتنې ډول پسې هلې ځلې کړي وای.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن یو ځل بیا د پاکستان دپاره د امریکا د پالیسۍ څخه دفاع وکړه په داسي حال کې چې په دغه ملک کې خلک د مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي نه سرټکوي.

میرمن کلینټن د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د قبایلي سیمو د قومي مشرانو د یوې ډلې سره وکتل.

په عین حال کې د پاکستان د پارلمان یو غړي د میرمن کلینټن نه وغوښتل چې په افغانستان کې د تشدد د پای ته رسولو دپاره دي د مخالفینو سره خبري وکړي او کرار کرار دي دغه لړۍ د پاکستان خوا ته هم وروغځوي.

کلینټن د مخالفینو سره د خبرو اترو نظر ته هرکلی ووایه خو زیاته یې کړه چې امریکا مجبوره شوه په نظامي اقداماتو لاس پوري کړي ځکه چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نېټې د حملو نه وروسته طالبانو دا رد کړه چې د القاعدې مشران مونږ ته راوسپاري.

د دې نه یو ورځ مخکي میرمن کلینټن په لاهور کې د پوهنتون محصلینو ته د خبرو پر مهال وویل چې هغه دا نشي منلای چې د پاکستان حکومت د القاعدې مشران نشوای نیولای که یې په ریښتنې ډول پسې هلې ځلې کړي وای.

دغه راز په یو بل ریپوټ کې راغلي چې پاکستاني قواوو د افغانستان سرحد ته نېږدې کله چې د طالبانو مرکزونه یې په نښه کول یو پاسپورټ یې موندلی چې د القاعدې ترهګرو د یوغړي دی چې د سپتمبر د یوولسمې نیټې د حملو په پلانولو کې یې لاس درلود.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه