Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

30 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
ایران د ملګرو ملتونو پلان رد کړ

30/10/2009

Iran's Amb. to the IAEA, Ali Asghar Soltanieh (L) speaks to the media after nuclear talks in Vienna, 21 Oct 2009

یو غربي چارواکی چې د ایران سره په خبرو کې دخیل و، وايي چې ایران د ملګرو ملتونو د اټمي چارو ادارې ته ویلي چې دوی دا پلان نه مني چې ایران دې خپل یورانیم د غني کولو خارج ته واستوي.  

داسي رپوټونه خپاره شوي چې ایران د یورانیمو د غني کولو هغه پلان رد کړی چې د ملګرو ملتونو په منځگړیتوب پیشنهاد شوی و. په عین حال کې د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد وايي چې هغه د لویدیځ سره په اټمي چارو کې همکارئ ته آماده دی.

یو غربي چارواکی چې د ایران سره په خبرو کې دخیل و، وايي چې ایران د ملګرو ملتونو د اټمي چارو ادارې ته ویلي چې دوی دا پلان نه مني چې ایران دې خپل یورانیم د غني کولو خارج ته واستوي.  

د دغه وړاندیز هدف دا دی چې د ایران مخه ونیول شي چې یورانیم دومره غني نه کړي چې د اټمي بم په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

پر دغې مسئلې باندي نورو دخیلو ډلو لکه د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او فرانسې هم موافقه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اټمي چارو ادارې ویلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ د یادشوي پلان په باب د ایران رسمي ځواب ترلاسه کړی دی. خو په دې اړه یې کوم تفصیلات نه دي خپاره کړي.

له دې مخکي جمهور ریٌْس احمدي نژاد ویلي وه چې ایران دې ته آماده دی چې د لودیځو ملکونو سره د اټمي سون موادو او ټکنالوژۍ په باب همکاري وکړي. خو هغه پر دې ټینګار وکړ چې ایران به خپل د اټمي پروګرام نه لاس وانخلي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه