Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

31 اکتوبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
اوباما او مشاورینو یې پر افغانستان بحث وکړ

31/10/2009

President Barack Obama signs the Ryan White HIV/AIDS Treatment Extension Act of 2009, 30 Oct 2009

اوبام دډیر وخت نه را په دی خوا دافغانستان دجنگ په باب د خپلو مشاورانو سره سلا مشوری کوی.

د  امریکا جمهور ریس بارک اوباما پرون دخپلو  لوړ رتبه و نظامی مشاورانو سره په سیپنه ماڼئ کی ملاقات وکړ او په دی باب یی د هغوئ نظر  معلوم کړ چی ایا نور اضافی عسکر افغانستان ته ولیږلی که نه په پرونئ غونډه کی دامریکا دپوځ دسترو درستیزانو دشورا د ریس نه علاوه دامریکا دسمندری پوځ،  او هوایی قواو عمومی قوماندانانو هم برخه واخیستله.

د سپینی ماڼئ نطاق رابرټ گیبز خبریالانو ته وویل چی ښاغلی اوباما  غواړی  ځان ته معلومه کړی چی  دکومه حده پوری  په افغانستان کی د امریکایی قواو دعمومی قوماندان جنرال سټینلی میک کریسټل غوښتنه چی دڅلویښت زره نورو عسکر لپاره یی کړی ده  ومنی.

اوبام  دډیر وخت نه را په دی خوا  دافغانستان دجنگ په باب د خپلو مشاورانو سره سلا مشوری کوی.

دجمعی په ورځ  خارجه وزیری هیلری کلنټن دای بیسی تلویزون ته وویل  متحده ایالات غواړی چی دطالبانو په خلاف دجنگ استراتیژی بدله کړی.

هغې وویل چی په افغانستان  به دامریکایی قووا موجودیت دتل لپاره نه وی.

میرمن کلنټن پرون پاکستان  ته دخپل دری ورځنی سفر په  پای کی داسلام اباد نه دای بی سی تلویزون سره خبری کولی. سپینه ماڼئ وایی  چی جمهور ریس اوباما دافغانستان دجمهوری ریاست ددوهم ځلی انتخاباتو د نتیجی دمعلومیدلو پوری صبر کوی او بیا به خپله فیصله اعلان کړی چی نور عسکر لیږی او که نه.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه