Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

03 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
خامنايی: د امریکا په خبرو نه غولیږو

03/11/2009

Ayatollah Ali Khamenei delivers speech during conference in Tehran in support of Gaza and Palestinians, 04 Mar 2009

ایت الله خامنايی پر امریکا تور ولگاوه چی له یوی خوا د مذاکراتو پیشنهاد کوی خو کله چی په مذاکراتو کی د واشنگټن د خوښی نتایج لاسته ورنشی نو بیا د گواښ او تهدید خبری کوی.

د ایران معتبر روحاني مشر وایی چی دده هیواد به دامریکا په هغو ویناگانو تیرنه وزی چی ددواړوهیوادونو ترمنځ د پخلاینی ملاتړ کوی.

ایت الله علی خامنه یی دایران مطبوعاتو ته وویل چی تهران به دواشنگټن له خوانه د پخلاینی په ظآهری او سرسری خبرو باندی فریب ونه خوری.

ایت الله علی خامنه یی د ایران شاگردانو ته نن د سه شنبی په ورځ په وینا کی پر امریکا دا تور ولگاوه چی له یوی خوا نه د مذاکراتو پیشنهاد کوی خو کله چی په مذاکراتو کی د واشنگټن د خوښی نتایج لاسته ورنشی نو بیا دگواښ او تهدید خبری کوی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما له ایران سره د ډیرو اړیکو ملاتړ کوی خو دهغه اداره او د نړۍ نور قدرتونه هم پرایران باندی زور اچوی چی د خپل اټومی پروگرام په سر باندی دهغوی اندیښنی کمی کړی او په ټیټه کچه غنی شوی یورانیم د غنی کولو لپاره بهرنیو ملکو نو ته واستوی.

ددوشنبی په ورځ دامریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن وویل چی دنړیوالی ټولنی په وړاندیزونو کی به بدلون رانشی. 

دغه وړاندیزونه ایران نه غوښتنه کوی چی یورانیم دغنی کولو لپاره روسیی ته ولیږی.

میرمن کلنټن وویل چی که ایران نه غواړی چی په نړیواله ټولنه کی منزوی شی نو پکارده چی یوه ډیره اساسی فیصله وکړی او دملگرو ملتونو له خوانه د اټومی بټیو د سون د موادو معامله رد نه کاندی. 

رپوټ وایی چی ایران وایی غواړی په دی معامله باندی نوری خبری هم وکړی که څه هم نړیواله ټولنه ددی وړاندیز نه وروسته یو چټک ځواب غواړی.

دایران داټومی چارو مرکچی علی اصغز سلطانی وویل چی دده هیواد په ویانا کی د خبرو د بل پړاو غوښتنه کوی. دسون داټومی موادو معامله دوه اونی مخکی په همدغه ځای کی ایران ته وړاندی شوی وه.  

دایران خارجه وزیر منوچهر متکی ددوشنبی په ورځ وویل چی دده هیواد د ملگرو ملتونو د اټومی اینرژی د څارنی له موسسی نه غواړی چی په دی برخه کی یو تخنیکی کمیسیون تشکیل کړی چی په دغه وړاندیز باندی غور وکړی چی وایی ایران دی خپله زیاته برخه یورانیم چی په ټیټه کچه غنی شوی وی روسیی ته ولیږی.

دغنی کیدلو له بهیر نه وروسته به بیرته تهران ته راوړل کیږی چی په اټومی بټیوکی ترینه په اټومی بټیوکی د سون دموادو په توگه کار واخیستل شی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه