Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

04 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
عبدالله: د کرزي انتخابیدل غیرقانوني دي

04/11/2009

Abdullah Abdullah, a presidential candidate, top rival of President Hamid Karzai and former Afghan foreign minister, Kabul, 15 Oct. 2009
عبدالله عبدالله: د انتخاباتو کمیسون ددې خبرېقانونيصلاحیت نه لري چې د جمهوري ریاست دوهم ځلي انتخاباتفسخه کړي او ښاغلی کرزی د پنځو کالو لپاره بیا د قدرت په گدئ کښینوي.

د افغانستان دجمهور رئیس حامد کرزي مهمسیالد خارجه چارو پخوانی وزیر عبداله عبداله وايي چې د جمهور رئیس په توگه د ښاغلي کرزي بیا انتخابیدل غیر قانونيکار دی او د رشوت خورئ او اداری فسادپه خلاف به مبارزه کامیابه نه شي.

عبداله عبداله چې د دوکې او ټگئ له ویرېیې څو ورځې مخکېخپل ځان د دوهم ځلې انتخاباتو نه وویسته،ویې ویل چې د انتخاباتو کمیسون ددې خبرېقانونيصلاحیت نه لري چې د جمهوري ریاست دوهم ځلي انتخاباتفسخه کړي او ښاغلی کرزی د پنځو کالو لپاره بیا د قدرت په گدئ کښینوي.

ښاغلي عبدالهپه کابل کې خبریالانو ته وویل کوم حکومت چې په داسې شان شرایطو کېقدرت ونیسي نشي کولای چې د رشوت خورئ سره مبارزه وکړي او یا د هغو نورو ډول ډول مشکلاتو د حل لپاره کار وکړي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

عبداله عبداله وویل چې کرزي سرهد ایتلافي حکومت د جوړولو نیت او اراده نه لري خو د خپلو ملگرو او طرفدارانو نه به وغواړي چې په ارام ډول دې د حکومت مخالفت کوي.

د خپل دوهمځلي انتخاب نه وروسته ښاغلي کرزي هم د افغانستان خلکوته وینا وکړه او وعده یې وکړه چې په حکومت کې به د اداري فساد او رشوت خورئ د ختمولو لپاره د هغه په وینا د ممکن حده پورې خپلپورهکوښښ کوي، مگر دا غوښتنه یېرد کړې چېد حکومت ځینې لوړ رتبه مامورین چې د رشوت خورئ تورونه پرې لگیدلي دي باید له کاره گوښه کړي.

امریکا او اروپايي اتحاد پرون د ښاغلي کرزي نه وغوښتل چې خپله توجه د حکومت اصلاح کولو، امنیت او رشوت خورئ د محوه کولو په لورېزیاته کړي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه