Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

04 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
افغان پولیس په هلمند کې ٥ برتانوي عسکر ووژل

04/11/2009

A British Ministry of Defense photo shows British troops as they prepare to go on patrol in Afghanistan's Helmand province (File)

د بریتانیې د دفاع د وزارت ماموران وایي چې د هلمند په ولایت کې یوه افغان پولیس د برتانیې پنځه عسکر ویشتلي او وژلي دي.

د برتانیې د دفاع  د وزارت  ماموران وایي چې د هلمند په ولایت کې  یوه افغان پولیس د برتانیې پنځه عسکر ویشتلي او وژلي دي.

 د دفاع دوزارت ماموران وایی چې دا پیښه پرون وشوه.

دغه مسلح پولیس په یوې امنیتي پوسته کې یو ناڅاپه پر برتانوی  عسکرو ډزې وکړې او  وتښتیده.

د ناتو او افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یوه شریکه اعلامیه وایی په دغه پیښه کی شپږ نور برتانوي عسکر او دوه افغان پولیسان هم زخمیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وعده وکړه چې په دې اړه به عادلانه او منصفانه  تحقیقات وکړي او ټوپکولا به راپیدا کړي او معلومه به شي چې هغه ولی دا کا ر وکړ، مقصد یې څه ؤ؟  

بریتانوي عسکرو پولیسو ته روزنه ورکوله او په امنیتی پوسته کی یو ځای ورسره اوسیدل.   

نن د بریتانیی  صدراعظم گورډن براون دغه حمله وغندله او د پنځو بریتانوي عسکرو وژل یې یو دردونکی  تاوان وباله.  

د تیر کال نه را په دی خوا په افغانستان کی د خارجی قووا په خلاف د طالبانو حملی ډیرې زیاتې شوي دي او افغان او خارجي عسکر کوښښ کوی چې مخه یی ونیسی.

نن ناتو اعلان وکړ چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې د پنځو  نظامي عملیاتو په دوران کی څو تنه تندروان د وسلو او چاودیدونکو موادو سره یو ځای  نیولي دي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه