Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

04 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
مولن: کرزی باید رشوت خوره مامورین ونیسي

04/11/2009

Adm. Michael Mullen, chairman of the Joint Chiefs of Staff, conducts a press briefing at the Pentagon, Washington, D.C., 11 Jan 2008

مایک مولن دا تبصره په داسی ال کی وکړه چه نن دجمهور ریس کرزي یوه مهم سیاسی سیال عبداله عبداله هم په کابل کی عین شان اندیښنه څرگنده کړه.

دامریکا  دپوځ دسترو درستیزانو دشورا ریس امیرالبحر مایک مولن وایی چه دافغانستان جمهور ریس کرزی باید حتما هغه  ماموران ونیسی او محاکمه یی کړی چه رشوت خوری او په فساد کی لاس لری.

دامریکا دپوځ دغه لوړ رتبه مقام نن وویل چه واشنگټن دهغه په قول د کرزی دحکومت دمشروعیت او په لوړه سطحه درشوت خورئ په اړه   ډیر زیات تشویش لری .

مایک مولن وویل که دافغانستان د حکومت مشروعیت د سوال لاندی راشی نو بیا د امنیت په ساحه کی  که د نړئ ټول پوځونه  سره ملگری هم شی کوم خاص بدلون راوستلی نه شی. مایک مولن دافغانستان په باب    دسیپنی ماڼئ په  هغو خبرو کی ډیر زیات   دخیل دی چې ایا افغانستان ته تازه دم اضافی عسکر د  جنگ لپاره ولیږل شی او که نه.

مایک مولن دا تبصره په داسی ال کی وکړه چه نن دجمهور ریس کرزي یوه مهم سیاسی سیال  عبداله عبداله  هم په کابل کی عین شان اندیښنه څرگنده کړه.

عبداله وویل چه دکرزي بیا نتخابیدل غیر قانونی دی او کیدی شی چه  دا عمل درشوت خورئ او اداری فساد په خلاف دحکومت مبارزه   ترناوړه اغیزی لاندی راولی. عبداله عباله  خبریالانو ته وویل چه  دانتخاباتو کمیسون  ددی صلاحیت نه لری او نه دومره  اعتبار ورته پاتی دی چه کرزی بیا  دجمهور ریس په توگه  وټاکی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه