Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

05 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د ملگرو ملتونو مامورین د افغانستان له ناامنو سیمو وځی

05/11/2009

Kai Eide, head of the U.N. mission in Afghanistan, addresses a press conference in Kabul, Afghanistan, Sunday, 11 Oct. 2009

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په داسي حال کې کېږي چې تېره اونۍ طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر یوه میلمستون باندې حمله وکړه او ددغه سازمان لږ تر لږه پنځه کارکونکي یې ووژل.

ملګري ملتونه وايي چې د امنیتي دلایلو له وجې به لږ تر لږه شپږ سوه خپل نړیوال کارکونکي په افغانستان کې د موقت وخت دپاره نورو ځایونه ته واستوي.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې دغه سازمان پرېکړې کړې چې د یوولس سوه کارکونکو د جملې نه تقریباْ نیمايي یې د افغانستان دننه او یا هم دباندي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په داسي حال کې کېږي چې تېره اونۍ طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر یوه میلمستون باندې حمله وکړه او ددغه سازمان لږ تر لږه پنځه کارکونکي یې ووژل.

همداشان د ناټو قواوو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې یو آمریکايي عسکر د افغانستان په ختیځ کې د پلي ګزمې پر وخت د یاغیانو په حمله کې ووژل شو. ناټو دا هم ویلي دي چې قواوو یې د خوست او وردګو په ولایتونو کې څو مشکوک یاغیان وژلي دي.

په عین حال کې د بریتانیا صدراعظم ګورډن برون وايي چې که څه هم چې د سې شنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې پنځه بریتانیوي عسکر ووژل شول ملک یې اوس هم د افغانستان جګړې ته متعهد دی. په دې پېښه کې یو افغان پولیس هم وژل شوی دی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه