Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

05 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
ویتنام کې طوفان سل تنه ووژل

05/11/2009

Satellite image of the Tropical Storm Henri, 07 Oct 2009

دغه طوفان څه د پاسه ۱۴ زره کورونه نړولي او ۳۰ زره هکتاره زراعتي ځکمي یې تر اوبو لاندې کړي دي.

د ویتنام چارواکي وايي چې د مارینا په نامه د یوه طوفان په وجه ډیر سخت بارانونه شوي او سیلاونه راغلي دي چې په کې تقریباْ ۱۰۰ کسه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه ورک دي.

دغه طوفان څه د پاسه ۱۴ زره کورونه نړولي او ۳۰ زره هکتاره زراعتي ځکمي یې تر اوبو لاندې کړي دي. په دې طوفان کې په لس ګونو زره خلګ بې کوره شوي او ډیر نور خلګ لا په حکومتي ودانیو کې اوسېږي.

د ویتنام د دفاع وزارت دغه طوفان ځپلو سیمو ته څه د پاسه ۴ زره عسکر استولي دي چې خلګ وژغوري او په ګوښه او لېري پرتو سیمو کې د هلیکوپترو په وسله خوراکي مواد او د ضرورت وړ نور شیان خلګو ته ورواچوي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه