Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

05 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د ١٩٢٧ کال د امریکا مرگاني بارانونه

05/11/2009

Water from the floods block the main road

په زرگونو کسان له خپلو کورونو ووتل ځکه چې اوبه له حد نه زیاتی شوي د سیلاونو له راوتلو وروسته په هفتو هفتو ډیر واړه ښارگوټی د اوسیدو وړنه و.

د١٩٢٧ م دنومبر په څلورمه نیټه په نیو اینگلینډ کې لس ورځی سخت باران وریدلی وچې په نتیجه کې سیلاونه راوتلل؛ په سیلاونو کې دوه سوه  تنه وژل شوی وواو په میلونو ډالره ئې تاوان ئې اړولی و. په ځاصه توگه دغه طوفان دورمنټ شنه  غرنی سیمه سخته ځپلی وه.

لدی نه څوهفتی دمخه موسمی طوفان دکربین سیمه سخته ځپلی وه. په داسی حال کې چې دغه طوفان شمال خواته حرکت وکړچې دسړی هواسره ئې ټکر وکړ او دا سړه هوا دکاناډا له پلونه راغلی وه . وروسته بیا دنیویارک دهوډسن دسیند په ناوه کې را ایساره شوه چې دنیویارک شمال پلوته ، په ورمنټ او دماساچوسټ لویدیځ پلوته دسختو بارانونو سبب شو .

دغه باران په ورمنټ کې دوینوسکی په  سیند باندی ډیره اغیزه کړی وه چې ددغه سیند په اوږدوکې سیلاو را ووت. په زرگونو کسانو له خپلو کورونو نه ووتل ځکه  چې اوبه له حد نه زیاتی شوی وی. دسیلاونو له را وتلونه وروسته په هفتو هفتو ډیر واړه ښارگوټی داوسیدو وړنه و. دغو سیلاونوټول ټال اته ویشت میلونه ډالر تاوان اړولی و.

د١٩٢٧ م کال دنیواینگلینډ سیلاو لومړی سیلاو نه وچې په دغه کال کې په هیواد کې راغلی و. داپریل نه تراگست دمیاشتی پوری دمیسیسیپی په سیند کې دا سی سیلاو راغلی و چې په تاریخ کې ئې ساری نه لاره . 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه