Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

06 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
برتانیه: یوازې د فساد نه پاک افغان حکومت ملاتړ کوو

06/11/2009

Video grab made 04 Nov 2009 of a casualty being taken to a base hospital after 5 British soldiers were shot dead in Helmand Province, Afghanistan

تیره اونۍ په هلمند کې یوه افغان پولیس پنځه برتانوي عسکر ووژل.

په داسي حال کې چې د افغانستان د جګړې په هکله د عامو خلګو ملاتړ را کمېږي، د برېتانیې صدراعظم ګورډن برون وايي چې دی د افغانستان ماموریت ته متعهد دی.

خو ښاغلي برون وویل چې ده د افغانستان جمهور ریْس کرزي ته وویل چې د بریتانیې ملاتړ د ښاغلي کرزي د حکومت د هڅو سره تړاو لري چې څنګه د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي.

ښاغلي برون په یوه بیانیه کې نن په لندن کې وویل چې د بریتانیې پرضد تروریستي حملې په پاکستان او افغانستان کې پلان او طرح کېږي او بریتانیه به دا ماموریت په داسي آسانۍ سره پرې نږدي.

د افغانستان په ماموریت کې د بریتانیوي عسکرو مخ په زیاتېدونکو تلفاتو په بریتانیې کې د دغه ماموریت په باب د عامه خلګو ملاتړ راکم کړی دی.

تیره اونۍ په یوې زړه بوږنونکي پېښه کې یوه افغان پولیس پنځه برتانوي عسکر ووژل.

په افغانستان کې نېږدې ۹ زره بریتانوي عسکر شته چې د ۲۰۰۱ کاله راهیسې ۲۳۰ تنه یې په بیلابیلو پېښه کې وژل سوي دي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه