Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

07 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د افغانستان خارجه وزارت د کا آیډه خبرې رد کړې

07/11/2009

Kai Eide, head of the U.N. mission in Afghanistan, addresses a press conference in Kabul, Afghanistan, Sunday, 11 Oct. 2009

د پنجشنبې په ورځ ښاغلي ایده ویلي وه چې د افغانستان حکومت به د خطر سره مخامخ شي که چیري په حکومت کې جنګ سالارانو او د رسوخ خاوندانو ته ځای ورکړي چې خپل سیاسي لوبې وکړي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د لوړ پوړي چارواکي هغه وینا رد کړې چې خبرداری یې ورکړی و چې که جمهور ریْس کرزیْ د اداري فساد پرضد مبارزه ونکړي نو نړیوال ملاتړ به د لاسه ورکړي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو خاص استاځي کای ایده چې د یوه نړیوال بې طرفه سازمان استاځی دی، خپل واک یې ډیر کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ ښاغلي ایده ویلي وه چې د افغانستان حکومت به د خطر سره مخامخ شي که چیري په حکومت کې جنګ سالارانو او د رسوخ خاوندانو ته ځای ورکړي چې خپل سیاسي لوبې وکړي.

د افغانستان د باندینو چارو وزارت د جمهور رٌیس کرزي د حکومت دفاع وکړه او وېویل چې حکومت د فساد پرضد مبارزه ته په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو د شرط په سترګه ګوري.

دغه راز د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلي کای ایده د څرګندونه په څیر د نړېوالې ټولنې وروستۍ ویناو هم د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی او دا د افغانستان د حکومت بې حرمتي ده.

د بریتانیې صدراعظم ګورډن برون په دې ورستیو کې په سختو الفاظو کې خبرداری ورکړ چې د بریتانیې نظامي ملاتړ د جمهور ریْس کرزي د حکومت د هڅو سره چې څنګه د اداري فساد سره مبارزه کوي اړه لري.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه