Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

07 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د ناټو قواوو سهواً ٧ افغان عسکر ووژل

07/11/2009

A US Army Chinook helicopter lands on a hill in Kabul on November 7, 2009
چارواکو لومړۍ د پېښې پړه پر یاغيان وراچوله خو وروسته یې دا وویل چې د دې امکان شته چې پېښه د ملګرو قواوو په سهوي ډزو کې را مینځ ته شوې وي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د بادغیس په ولایت کې د ناټو د قواوو په هوايي بمباریو کې سهواٌ اووه افغان عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت نن د شنبې په ورځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د افغانستان ملي اردو عسکر او پولیس شامل دي. په خبرپاڼه کې داهم ویل شوي چې په دې اړه د ناټو او افغان قواووې تحقیقات کوي.

د بلي خواه ناټو وايي چې ۲۵ عسکر یې د څو افغان عسکرو سره یوځای په یادشوې سیمه کې زخمیان شوي دي. چارواکو لومړۍ د پېښې پړه پر یاغيان وراچوله خو وروسته یې دا وویل چې د دې امکان شته چې پېښه د ملګرو قواوو په سهوي ډزو کې را مینځ ته شوې وي.

په عین حال کې د ناټو قواوې په دې لټه کې دي چې هغه دوه آمریکايي عسکرو پسي وګرځي چې وايي په اوبو کې ډوب شوي دي.

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندان مرستیال عبدالجبار وايي چې یادشوي آمریکايي عسکر هغه وخت اوبو یوړله کله چې یې د اوبو نه مواد را ایستل. دغه مواد د هوا نه راغورځول شوي و او سهواْ اوبو ته ولویده.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه