Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

07 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
پاکستان: د جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١٢ یاغیان وژل شوي

07/11/2009

A Pakistani tribal family flee from South Waziristan due to military offensive, 01 Nov 2009
په تیرو څو هفتو کې له جنوبي وزیرستان نه په لسگونو زره کورنۍ گډه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزیرستان کې یې د طالبانو ضد عملیاتو کې ۱۲ یاغیان وژلي دي.

پوځ ویلي چې پرون د جمعې په ورځ د امنیتي قواوو او یاغیانو ترمینځ د مکین ښارګوټي د نیولو په خاطر نښتې وشوې. مکین د پاکستاني طالبانو یو مهم مرکز بلل شوی دی.

دغه راز پوځ دا هم ویلي چې پاکستاني قواوو د یاغیانو سره جګړې کړي ترڅو د سره روغې سیمې کنټرول وساتي. دغه سیمه هم د طالبانو یو مهم مرکز دی.

په دغو عملیاتو کې پنځه پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.  

په قبایلي سیمو کې د یاغیانو پرضد د پاکستان د پوځ د تعرضي حملو تلفات نه شي تایېدېدای ځکه پوځ خبریالانو او مرسته رسولو کارکونکو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړې سیمې ته ورشي.

پولیس وايي چې په نورو نښتو کې نن د شنبې په ورځ دوې ښځېنه ښوونکې هغه وخت ټپي شوې چې د کوټي په ښار کې یې ښوونځي ته لاسي بم وروغورځول شو.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه