Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

07 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د ایران پارلمان وايي د ملگرو ملتو پلان ردوي

07/11/2009

Iran's top nuclear negotiator Saeed Jalili (2nd L) with members of his delegation at opening of talks between Iran and six world powers in Geneva, 01 Oct 2009

د ایران د آیسنا نیمه رسمي خبري آژانس د ایران د پارلمان د یوه ستر محافظه کار علاوالدین بروجردي د خولې لیکي چې وايي ایران به د خپل ۱۲ ساوو کیلو ګرام غني سویو یورانیمو نه هیڅ اندازه د دغه ملک نه دباندي ونه لېږي.

د ایران د پارلمان غړي وايي چې ایران به د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز رد کړي چې په ترڅ کې به یې د ایران یوارنیم ددغه ملک نه دباندي واستول شي.

د ایران د آیسنا نیمه رسمي خبري آژانس د ایران د پارلمان د یوه ستر محافظه کار علاوالدین بروجردي د خولې لیکي چې وايي ایران به د خپل ۱۲ ساوو کیلو ګرام غني سویو یورانیمو نه هیڅ اندازه د دغه ملک نه دباندي ونه لېږي.

د آمریکا متحده ایالات فرانسه، او روسیه د ایران نه غواړي چې خپل د یوارنیمو نه ۷ فیصده دي دوی ته د اټمي سونګ مواد په بدل کې ورکړي چې دغه راز به د نړیوالو هغه اندېښنې چې ایران غواړي اټمي وسلې جوړې کړي، رفع شي.

د ایران د پارلمان یوه بل محافظه کاره غړي حسین نقوي حسیني ویلي چې ایران نشي کولای د نړیوالو پر ژمنو باندې اعتماد وکړي نو په همدغه دلیل باندې ایران به دغه موافقه ونه مني.

هغه وویل چې ایران کولای شي چې یورانیم په مستقیمه توګه د نورو ملکونو نه رانیسي او په خپله یې غني کړي.

په عین حال کې د روسیې جمهور ریٌْس ښاغلي ډیمیتري مېدوېدیف وايي چې که ایران ددغه ملک اټمي پروګرام پر سره د نړیوالو خبرو په برخه کې لږ کاري دریځ غوره کړي نو د دې امکان شته چې پر دغه ملک نور بندیزونه ولګول شي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه