Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

09 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
د پیښور په ځان مرگی چاودنه کی ١٢ نفر وژل شویدی

08/11/2009

پاکستانی چارواکی وایی چی یوه ځان مرگی نن د گڼی گوڼي نه په یوه ډک مارکیټ کی ځان په بم والوزاوه. په دی چاودنه کی د طالبانو ضد یو ښاروال او لږتر لږه یوولس تنه نور وژل شوی دی او گڼ شمیر نور زخمی شوی دی.

لومړی داسی رپوټونه ورکړل شوی وو چی  ښاروال عبدالمالکد دی حملی نه چی د پیښور د باندی د متانی په ښارگوټی کی وشوهبچ شوی و.

چارواکی وایی چی مالک د طالبانو پخوانی ملاتړی و او اوس د حکومت سره یو ځای شوی او د طالبانو پر خلاف یی ملیشی جوړی کړی دی.

له هغه وروسته چی مالک حکومت ته اوښتی څو ځله حملی پری  شوی دی.

په دغه مارکیټ کی چی حمله وشوه ډیره گڼه گوڼه  پکی وه او د لوی اختر د قربانی لپاره وزی پکی خرڅیدلی.

 د پاکستان پوځ  مخکی ویلی  چی په جنوبی وزیرستان کی په روانو عملیاتو کی دولس یاغیان وژل شوی دی


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه