Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

08 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
برتانیه : د افغانستان پوځ به د ٢٠١۴ پوری هم په پښو  و نه دریږی

08/11/2009

 

د برتانیی پوځی قوماندان وایی چی هغه په دی گمان نه دی چی د افغانستان قواووی دی وکولای شی چی تر کال ٢٠١۴ پوری په افغانستان کی امنیت ټینگ کړی.

امریکا فکر کړی و چی د افغانستان قواوی به تر کال ٢٠١٣ پوری پخپلو پښو ودریږی .

د برتانیی د پوځی قواوو مارشال جاک ستیریپ  نن بی بی سی ته وویل چی د افغانستان د قواوو په اړه د متحده ایالاتو او د ناتو د قواوو د قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل پیشبینی یوه خوش باوری وه .

د امریکا جمهور ریس براک اوباما په دی غور کوی چی افغانستان ته د جنگ لپاره نور عسکر ولیږی.

مارشال ستیریپ وویل چی افغانستان ته د امریکایی قواوو د ځنډیدلو مسلی برتانوی چارواکی مایوسه کړی دی.

هغه وویل چی اوسنی ستراتیژی نور و عسکرو ته ضرورت لری.

که امریکا دغه کار ونکړی نو برتانیه به په دی هکله دوباره فکر وکړی.

برتانیه په افغانستان کی نهه زره عسکر لری چی په ناتو کی د امریکا نه وروسته دا تر ټولو غټه قوه ده


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه