Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

09 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
پېښور:د رېکشا په چاودنه کې دری کسان ووژل شول

09/11/2009

  

پاکستاني پولیس وایي یوه ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په یوه رېکشا  کې ځای پر ځای کړي وو له چاودولو نه وروسته  لږ تر لږه 3 تنه  ووژل.

 د دې پیښې نه یوه ورځ وړاندې یوه بل ځانمرگی برید کوونکي خپل چاودیدونکي مواد د پاکستان د  صوبه سرحد نه بهر په یوه مارکیټ کې والوزول او لږ تر لږه 13 تنه یې ووژل. 

پولیسو ویلي دي چې نن د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان د تالاشۍ په یوې پوسته کې والوزاوه. دا پیښه په یوه داسې لاره کې رامنځته شویده چې تل د موټرو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي. د پولیسو چارواکو ویلي دي چې پدغې پیښه کې د پولیسو یو تن مامور هم وژل شویدي. پنځه نور کسان هم پدغه پیښه کې ټپیان شویدي.

د یکشنبې د ورځې په برید کې یو ځایي ښاروال عبدالمالک وژل شویدی. عبدالمالک یو وخت د طالبانو پلوي کوله خو پدې ورستیو کې یې دهغوي نه لاس اخیستی و او هڅه یې کوله چې د یاغیانو پر ضد قومي ملیشه جوړه کاندي. طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

همدارنګه نن د دوشنبې په ورځ بیا د پاکستان د ملیشې دوه تنه عسکر د باجوړ په قبایلي سیمه  کې د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې ووژل شول.

د پاکستان پوځ هم وایي چې په جنوبي وزیرستان کې  د یکشنبې د ورځې په تازه بریدونو کې یې  20 تنه یاغیان وژلي دي.

د پاکستان اردو وایي چې د تیرې میاشتې راپدیخوا چې عسکرو یې په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد پراخه عملیات پیل کړیدي، تر اوسه یې 480 تنه یاغیان وژلي دي. همدارنګه پدغو عملیاتو کې 44 تنه پاکستاني پوځیان هم وژل شویدي.

دغه رپوټونه په مستقله توګه نشي تایید کیدلی ځکه چې خبریالان او د بشري حقونو کار کوونکي سیمې ته نه پریښودل کیږي.

ملګري ملتونه وایي چې په جنوبي وزیرستان کې د روانو جګړو له امله  کابو 2 سوه زرو کسانو خپل کورونه پریښي دي او یو زیات شمیر خلک بیا اوس هم په جګړو کې ګیر پاتې دي.

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه