Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

09 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
جمهورریس اوبامه به د اسرایلو صدراعظم سره وینی

09/11/2009

  

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما به نن په واشنګټن کې د اسراییلو د صدر اعظم سره وګوري.  د اسراییلو صدر اعظم بینجامین نیتن یاهو امریکا ته راغلی دی تر څو د شمالي امریکا د یهودانو د فدراسیون په کلنۍ غونډې کې وینا وکړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې جمهور رییس اوباما او نیتن یاهو به د دوشنبې په ورځ ماښام سره خبرې وکړي. هغوي زیاته کړیده چې تر خبرو وروسته به هغوي د خبریالانو سره په ګډ کنفرانس کې برخه وانه خلي.
د تیرو څو میاشتو راپدیخوا د جمهور رییس اوباما حکومت په نیتن یاهو او د فلسطين په جمهور رییس محمود عباس باندې فشار اچوي چې  د سولې خبرې له  سره پیل کړي.

 د اسراییلو او امریکا تر منځ اړیکې وروسته تر هغې یو څه خړې پړې شوې چې ښاغلي نیتن یاهو د جمهور رییس اوباما هغه وړاندیز رد کړ چې په ختیځه غاړه کې دې د یهودانو لپاره د کورونو جوړولو کار ودروي.  

جمهور رییس اوباما هم خپله هغه وینا فسخ کړیده چې تمه کیده هغه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ د شمالي امریکا د یهوداوو د فدارسیون د مشرانو په غونډه کې کړې وی. ځکه چې هغه به صبا ته د امریکا ټکساس ښار ته سفر وکړي او هلته به په فورټ هوډ نظامي اډه کې د هغو قربانیانو د یادولو په مراسمو کې ګډون وکړي چې تیره اوونۍ د ډزو په یوې پیښه کې وژل شوي و.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه