Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

10 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
ناټو: کندوز کی ١٣٠ یاغیان وژل شوي

09/11/2009

German soldiers walk at the site of a blast on the outskirts of the northern city of Kunduz, 05 Sep 2009

وروستي عملیات د چهاردرې په ولسوالۍ کې شوي. په کندز کې د جرمني عسکر میشت دي.

ناټو وایي چې د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د افغان او نړیوالو قواوو په ګډو عملیاتو کې ١٣٠ تنه یاغیان وژل شویدي چې د طالبانو ٨ تنه مشران هم پکې شامل دي.

نن د دوشنبې په ورځ ناټو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نړیوالو قواوو تیره اوونۍ دغه عملیات د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې ترسره کړیدي. د دغو عملیاتو هدف د یاغیانو د فعالیتونو او د وسلو د قاچاقو مخه نیول دي. 

ناټو همدارنګه ویلي دي چې پدغو عملیاتو کې ٧٠٠ تنه افغان امنیتي قواوو او ٥٠ تنه د ناټو عسکرو برخه اخیستې وه. د عملیاتو په نتیجه کې په سیمه کې د طالبانو لخوا د نومول شوي والي مرکزونه هم له منځه وړلي دي.

ناټو پخپله خبرپاڼه کې ویلي دي چې پدغه عملیاتو کې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ هیڅ عامو خلکو او دوستو قواوو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.

پدې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د یاغیانو فعالیتونه یو څه زیات شویدي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه