Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

10 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
ماشومان، فقر او بی وزلي

10/11/2009

Mothers and children crowd a special emergency room at the Oscar Danilo Rosales Hospital in León, Nicaragua, for children with pneumonia and other respiratory infections

څیړونکی وايي، د وړوکتوب نیستی او د صحي خوړو نه لرل د روغتیا او ټولیزو ستونزو سره ارتباط لري

نوي څیړنې ښئ چې د امریکا تقریبآ دټولو ماشومانو چې په کورنیو کې اوسیږی،  نیمائې یویا بل وخت حکومت ورسره دخوړو مرسته کوی.

څیړونکی وايي، د وړوکتوب نیستی او د صحي خوړو نه لرل د روغتیا او ټولیزو ستونزو سره ارتباط لري چې پدی نیمگړی تغذیه ، کمزوری جسمی او دماغی پرمختگ، په ښونځی کې نیمگړی پرمختگ او وروستی ژوند کې دنیستی خطر شاملدی.

دنیویارک د کارنیل په پوهنتون کې جامعه پیژندونکویوه نوی څیړنه کړیده . په دغه څیرنه تقریبآ د څلور زره اته سوه کورنیو  د استازو نه د دیرشو کالو لپاره نمونی را ټولی شویدی.

دغه څیړونکی په هریو یا دوه کالو کې ددغو کورنیو سره خبری کوی او پدی باره کې ورنه پوښتنی کوی چې ایا دوی د غذائې موادو دمرستی په شمول دحکومت دبیلابیلو کمکی پروگرامونه گټه اخلی او که نه .

دوی شل کلن یا ددی نه دکم عمر تنکی ځوانان مطالعه کوی چې وینی ددوی نیمائې یعنی نهه څلویښت فیصدو پهداسیکورنیوکې اوسیدلی دی چې دخپل وړکتوب په وخت کې لږترلږه یو کال دحکومت کمکی پروگرام نه گټه اخیستی ده چې پدی کې دغذائې موادو مرسته هم شامل وه. تقریبآ څلورمی برخی ئې دپنځو یا دپنځو کالونه زیات ئې دحکومت کمکی پروگرام نه گټه اخیستی ده . ددغې څیړنی دیوبرخه وال ټام هیرشل په قول :

"زه فکرکوم چې دغه شمیر لدی نه زیات دی چې خلکو ئې توقع لرله  ځکه چې خلک نه غواړی پدی باره کې خبری وکړی".

جامعه پیژندونکی هیرشل زیاته کړه چې حتئ دغه شمیر افریقائې الاصله امریکائې کورنیو کې زیات دی په خاصه توگه چې یوازی مورلری. یو وخت نه یو وخت دغه دواړه ډلې نوی فیصده  دحکومت دکمکیپروگرامونه گټه اخلی په داسی حال کې چې  دریمه برخه سیپن پوستی اوواده شوی کورنی ددغه کمکی پروگرام نه گټه اخلی.

School children eat free lunch at government school in Hyderabad on World Food Day,16 Oct 2009

د هند په حیدرآباد کې د ښوونځیو دغو ماشومانو ته د غرمې له خوا وړیا خواړه ورکول کیږي.

هیرشل وائې، ډیرخلک کمکی خواړه دناکامی نخښه گڼی . هیرشل وائې:

"ما دکورنیل په پوهنتون کې یوه شاگرده لرله ،له پوهنتون نه دخلاصیدو په کال کې دا خبره وکړه چې دی له کمکی پروگرام نه گټه اخیستی ده . مگر که  دی خپلو دوستانو ته داخبره کړی وی نو هغویبه ورسره خبری نوی کړی".

مگر هیرشل وائې، دغه څیړنه ښئی چې پدی هیواد کې دماشومانو لپاره په څومره اندازه دکمکی پروگرامونه گټه اخیستل کیږی.دامریکا دکرهڼی وزارت دغه څیړه تمویل کړی او دماشومانو او ځوانانودطب دارشیف په مجله کې خپره شویده .


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه