Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

10 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
کندهار کې ٢٥٠ ټنه چاودیدونکي مواد ونیول شول

10/11/2009

kandahar

امونیم نایتریت یا کیمیاوی سره د سړک دغاړی په بمونوکی داستعمال یومهم توکی دی او زیاتره وخت د سړک دغاړی د بمونو په چاودنو کی پیدا کیږی.

ناټو وایی چی په افغانستان کی ی د بم جوړونی  ٢٥٠ ټنه مواد نیولی دی. دا مواد په کندهار کی نیول شویدی.

نظامی چارواکی وایی چی دافغانستان ملی پولیسو او دناټو قواو ٢٢٧ کیلوگرامه  کیمیاوی سره او پنځه زره نوری شیان چی له هغوی نه د سړک دغاړی بمونه جوړیږی نیولی دی.

چارواکیو  په کندهار کی د یکشنبی په ورځ په یوه گودام خانه باندی چپاو غورزولی و. نظامی چارواکی وایی ١٥ کسان په دغه چپاو کی نیول شویدی. ۴٠٠٠ بوجۍ له دې سره په یوه بل نیژدی ځای کی نیول شوي دي.

امونیم نایتریت یا کیمیاوی سره د سړک دغاړی په بمونوکی داستعمال یومهم توکی دی او زیاتره وخت د سړک دغاړی د بمونو په چاودنو کی پیدا کیږی.

ناټو وویل چی ددوی یو عسکر دافغانستان په جنوب کی د سړک دغاړی په بم چونه کی ووژل شو. په دی برخه کی نور تفصیلات ندی راغلی. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه