Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

10 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
اوباما آسیا ته سفر کوي

10/11/2009

President Barack Obama, first lady Michelle Obama depart South Lawn of White House in Washington, 10 Nov 2009
         جمهور رئیس اوباما او میشل اوباما

دامریکا جمهوررئیس براک  اوباما وایی چی دی به د بشری حقوقو په  مسله د چین له صدراعظم هوجنتاو سره د خپل ملاقات په وخت کی خبری وکړی. 

ښاغلی اوباما وویل چی ده په تیروملاقاتونو  کی هم د بشری حقوقو دمسلی یادونه کړی وه او په دی مجلس کی به یی له چینایی مشرانو سره بیا وکړی. ښاغلی اوباما  ددی میاشتی په اخر کی اسیا ته سفر کوی.  

په هغه مرکه کی چی هغه ددوشنبی په ورځ له رویټر خبری اژانس سره وکړله ، جمهوررئیس وویل دی پلان لری چی یوشمیر مسایلو باندی له ښاغلی هوجنتاو سره په خپل ملاقات کی خبری وکړی.

اوباما وویل چی دده وینا به په بشپړه توگه د بشری حقوقو سره د ده د  تعهد لرلوڅرگندونه وکړی.

نقادانو پرهغه انتقاد  کړی چی دهغه  اداره په دی برخه کی په کافی اندازه اقدامات نه کوی چی په چین باندی د  بشری حقوقو په څیر سختو  مسایلو کی فشار واچوی.

ښاغلی اوباما وایی چی د اوبو اوهواد بدلون مسله او تجارت دهغه په اجنډا کی ترټولو مخکی دی. ښاغلی اوباما به پیکنگ ته د نومبر له ١٥ می نه تر ١٨ می پوری سفر وکړی.

ښاغلی اوبا ما خپل اسیایی سفر جاپان ته په دوه ورځنی سفر د جمعی په ورځ پیل کوی. د شنبی په ورځ هغه سنگاپور ته ځی چی داسیا پاسیفیک د ٢١ هیوادونو دهمکاری په مجلس کی برخه واخلی.  په راتلونکی اونی کی به هغه دخپل سفر وروستی دوه ورځی په جنوبی کوریا کی تیری کړی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه