Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

11 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
ناټو: بادغیس کې د ورکو عسکرو یو مړی پیدا شو

11/11/2009

badghis

د ورکو شویو عسکرو پسې د لټون په دوران کې تیره هفته پنځه ویشت افغان او خارجي عسکر هم مړه او یا زخمیان شوي وو.

ناتو نن اعلان وکړ چې د خپلو دوو ورکو شوو عسکرو د جملی نه یي د یوه عسکر مړی موندلی دی چې تیره هفته په بادغیس کې لادرکه شوی ؤ. ناتو وایي  چې افغان او د نړیوالو قواو عسکر اوس  په دوهم  عسکر پسې گرځي چې مړی یې راپیدا کړي.

د ناتو یوه اعلامیه چې نن خپره شوه وايي دغه دواړه عسکر د نومبر په  څلورمه د باغیس په یوه لیرې پرته سیمه کې چې د ترکمنستان سره هم سرحدې ده  ورک شول.

د باغېس ولایت د امنیې د قوماندان مرستیال عبدالجبار  وویل چې دواړه عسکر هغه وخت اوبو یووړل چې د ناتو د اکمالاتو دوه بکسونه یې د سیند نه رایستل.

ددغو عسکرو پسې د لټون په دوران کې تیره هفته پنځه ویشت افغان او خارجي عسکر هم مړه او یا زخمیان شوي وو.

د ناتو اعلامیه وايي مفتشان غواړي معلومه کړي چې ایا دغه پنځه ویشت کسان د ناتو په هوايي حمله کی وژل شوي دي او که نه.

د ناتو یوې نظامي  ویاندې کیپټن جین کیمپ بیل  ویلي چې مونږ د عملیاتو په وخت ددغو پوځیانو په مړینه او زخمي کیدلو باندې تاسف کوو.

له بلې خوا د حکومت ماموران وايي چې د زابل ولایت د شاه کوټ په ولسوالۍ کې نن یوه سړي په  یوه ځان وژونکي حمله کې چې د ناتو د قواو د یوې پوستې سره یې نژدې وکړه دوه ملکي خلک ووژل.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه