Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

12 نومبر 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
اوباما د افغانستان لپاره د پالیسۍ د بدلولو امر وکړ

12/11/2009

President Barack Obama speaking at Fort Hood, Texas, during a memorial service for soldiers and civilians killed in a November 5th shooting rampage, 10 Nov 2009

د سپېنې ماڼۍ مامورین وايي چې جمهور ریْس اوباما غواړي په واضح ډول جمهور ریْس کرزي ته ووايي چې په افغانستان کې د امریکا تعهد تل او دایمي نه دی.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما خپل د ملي امینت په ډلې غږ کړی چې د افغانستان د جګړې د تګلارې دپاره دي پر موجودو لارو غور وکړي.

جمهور رئیس اوباما پرون د چارشنبې په ورځ د افغانستان د پالیسۍ په اړه د غونډې په ترڅ کې دا غوښتنه وکړه. چارواکي وايي چې جمهور رئیس اوباما د خپلو سلاکارانو نه غوښتل چې پر هغو لارو چارو کار وکړي چې د هغو پر اساس به څنګه او کله امریکايي عسکر کرار کرار امنیتي چارې و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ورسپاري.

د سپېنې ماڼۍ مامورین وايي چې جمهور ریْس اوباما غواړي په واضح ډول جمهور ریْس کرزي ته ووايي چې په افغانستان کې د امریکا تعهد تل او دایمي نه دی.

جمهور ریْس اوباما په داسي حال کې د افغانستان د ماموریت په اړه د بیا غور کولو غوښتنه کړېده چې په افغانستان کې د امریکا سفیر ښاغلي کارل ایکنبیري دغه ملک ته د نورو امریکايي عسکرو د لېږلو په باب قیدو شرط محفوظ بللی دی.

چارواکي وايي چې ښاغلي ایکنبیري تیره اونۍ واشنګټن ته دوې سري مخابرې کړې وې چې په کښي یې د جمهور ریٌس کرزي د مشرتابه په باب شکونو څرګند کړي وو. د افغانستان پر جمهور ریٌس باندې د دې تور دی چې تر خپلې مشرۍ لاندې یې د اداري فساد نه مخنیوی نه دی کړی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه