د مرگوني کښت مستند فلم - د افغاني ټولنې دردوونکی حالت! له ختیځ څخه تر لویدیځه او له شمال څخه تر جنوبه د مخدره موادو زیږنده ستونزې. اعتیاد، درد او رنځ، بې وزلي، پور او احتیاج، قاچاق، محکمه او د قانون د پلي کولو هڅې. دا ټول په هغه مستند فلم کې لیدلای شئ چې د امریکا غږ اشنا تلویزیون د همکارانو د زیار او هڅو نتیجه ده. د مرگوني کښت فلم په اوو برخو کې دغو انځورونو ته په ټک ورکولو سره کتلای شئ |