Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
دلته یې وپلټی

 
تحقیقات ښیي د مرغانو مرض خطرناک شوئ

24/06/2006

Bird Flu Virus
نړیوالې روغتیایي مؤسسې فیصله کړې چې د مرغانو مرض له پخوانه خطرناک شوۍ او وېروس یې تېره میاشت په ځینې واقعاتو کې یو څه بدل شوئدئ.ددنیا د مختلفو ملکونو د صحت عامې له څلوېښتو نه زیاتو ماهرانو په روانه هفته کې په اندونېزیا کې غونډه وکړه.

 

د امریکا غږ چاد باوچر وايي چې سږ کال تر بل هر ملک نه په اندونېزیا کې زیات خلک د مرغانو په مرض گرفتار شویدي. د مې په میاشت کې په هرو دوو نیمو ورځ کې یو تن پدې ملک کې د مرغانو په مرض مړ شو.د کال ٢٠٠٣ راهیسي  په اندونېزیا کې ٣٩ تنه د مرغانو مرض وژلي دی  او نړیواله روغتیایي ټولنه یې وارخطا کړېده. اوس دا وېره پیدا شوې چې کېدای شي د مرغانو مرض د انسانانو په مرض بدل شي او په دنیا کې په مېلیونونو انسانان د مرگ کومي ته وغورځوي.

 

تېره میاشت په یوه کورنۍ کې اته تنه پدې مرض اخته شول چې اوه یې ترې ووژل.

 

د نړیوالې روغتیایي ادارې طبی ماهرانو په اندونېزیا کې د روانې هفتې په غونډه کې وویل چې ددې اته کسیزې ناروغه کورنۍ  یو لس کلن هلک چې د مرغانو د مرض په خاص یوه ډول اخته شوئ ؤ ددې مرض ویروس یې په بدن کې خپل نوعیت یو څه بدل کړئ ؤ چې پلار یې ترې ونیوه. ددې ویروس دغه نوئ ډول ددې کورنۍ نه بهر خپور نشو او د ټولو ناروغانو د مرگ سره هغه هم مړشو.

 

ماهران وايي چې اوس ددې مرض د یاغي کېدو خطر نشته، خو که دغسې واقعات زیات شي او دا مرض د انسان نه انسان ته په کتلوي ډول خپور شي نو خطر به یې هم عالم گیر وي.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره
  تر ټولو مهم خبر
دپاکستان برمته شوی  سفیر خوشی شویدی

  د امریکا غږ نور رپو ټونه
افغان ماموران:  لږترلږه نهه افراطیان وژل شویدی
بوش په مصر کې د منځني ختیځ له مشرانو سره گوري
د لبنان مشرانو د حکومت د جوړولو پر سر خبرې پیل کړي
ایران: د تولید زیاتوالی به قیمتونه راکم نکړي
بوش د سعودي عربستان د پاچا سره خبري کوي
بن لادن د اسرائیلو په مقابل کی جگړې ته دوام ورکوی
یو عسکر او پنځه طالبان په کندهار کی وژل شوي دي
یاغیانو په قبایلي سیمه کی یو پاکستاني عسکر وژلی دی
دچین جمهوررئیس زلزلی ځپلی سیمی ته ولاړ
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه