Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
دلته یې وپلټی

 
کېداې شى چې شمالى کورېا په اېنده کې ېوه بله اټومى ازموېنه هم وکړى

30/10/2006

په جنوبى کورېاکې دامرېکا د قواو قوماندان وايي دى توقع لرى  چې شمالى کورېا  به په اېنده کې ېوه بله اټومى ازموېنه هم وکړى. جنرال بوروېل بېل نن د جنوى کورېا په پاېتخت  سېول کې ووېل چې ددې توقع کېدلى شى چې شمالى کورېا به بله اټومى ازموېنه هم د خپل پاروونکى پروگرم دېوې برخى په توگه وکړى.

 

شمالى کورېا د اکتوبرپه نهمه نېټه ېوه اټومى ازموېنه وکړه  او وې وېل چى دوى ددى لپاره اټومى وسلو ته ضرورت لرى چې دامرېکا د خطر په مقابل کې خپله دفاع قوى کړى.

 

جنرال بېل وايي چې دغى ازموېنى د کورېا په ټاپو وزمه کې دوسلو توازن ندى خراب کړى. که چېرى شماى کورېا په جنوبى کورېاباندى حمله وکړى نو د جنوبى کورېا او امرېکا قواوې په چټکى سره دغه تېرى او تجاوز  ماتولى شى.

 

خو هغه ووېل چې داېتلاف قواوې به د شمالى کورېا په مقابل کې د ړومبي گوزار له پالېسى نه کار وانخلى.

 

جنرال بېل په جنوبى کورېا کې دا ته وېشت زره امرېکا يى قواو قومانده په غاړه لرى. د ١٩٥٠ او ١٩٥٣ کلونو ترمنځ د کورېا جگړه شوې وه . په دغه وخت کې  امرېکا له جنوبى کورېا سره گډ د فاعى تړون لاسلېک کړى و. که چېرى جگړه پېښه شى نو امرېکا به ددغه تړون له مخى د جنوبى کورېا د عسکرو قومانده په غاړه ولرى. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره
  تر ټولو مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  د امریکا غږ نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه