Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
دلته یې وپلټی

 
اېران د خپل اټومى پروگرام کارونه پر مخ بېايي  او درې زره سنټر فېوجونه ېې لگولي دي

12/11/2006

Map of Iraq graphic
داېران خارجه وزارت وايى چې اېران دا پلان لرى چې د خپلو ېورانېمو د غنى کونگ پروگرام پراخه کړى اودراتلونکي مارچ په مېاشت کې درې زره نور سنټر فېوجونه  ولگوي.  داېران نطاق محمد على حسېنى وايي چې ددى ماشېنونو د لگولو پروخت به د ملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى د چارو پلټونکى دکار د بهېر څارنه کوى. اېران د ملگرو ملتونو د امنېت د شورى  هغه غوښتنه له نظره غورځولى ده چې وايى د ېوراېنمو غنى کولو وځنډوى.  رپوټ وايي  چې سنټر فېوجونه ددى لپاره استعمالېږى چى داټومى بټى لپاره ېورانېم غنى کړى. خو داټومى بم د جوړولو لپاره د سون  ډېره لوړه درجه مواد پکاردى.

 

 دا اضافى سنټر فېوجونه به اېران ته دا قابلېت وربښى چې په صنعتى پېمانه ېورانېم تو لېد کړى.  د سنټرفېوجونو هغه شمېر چې اوس پکار اچول شوېدى، ډېر وخت به وغواړى چې د اټومى جنگى کوپړۍ  د جوړولو لپاره په کافى اندازه مواد برابر کړى.

 

امرېکا پراېران دا تور لگوى چې داټومى وسلو د جوړولو کوشش کوى. خو اېران داتورونه ردوى. داېران جمهوررئېس محموداحمدى نژاد  دملگرو ملتونو دامنېت پر شورى انتقاد وکړ چې په ډېر ه بى شرمۍ باندى هغه هېوادونه تهدېدوى چې په قانونى ډول د سوله ئېزو مقاصدو لپاره د اټومى اېنرژى د لاسته راوړلو کو شش کوى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره
  تر ټولو مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  د امریکا غږ نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه