Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
دلته یې ولټوئ

 
د امریکا روغتیایي چارواکو د یو رپوټ په خپرولو سره غوښتي چې د دې هېواد په ښوونځیو کې دې خرڅېدونکو خوراکي موادو لپاره باید یو سخت لارښود برابر شي

22/05/2007

د متحده ایالاتو د روغتیا ملي انستیتیوت په امریکا کې د ماشومانو چاغښت، یوه خپرېدونکې ناروغي بللې او ویلي یې دي چې اوس مهال د امریکا په هرو پنځو ماشومانو کې، یو یې له نارمل حالت څخه ډېر وزن لري.

 له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره، د امریکا طبي انستیتیوت، یو نوی رپوټ خپور کړی او غوښتي یې دي چې د ښوونځیو په کانتینونو کې دې پر گاز داره څښاکو، خوږو او ډېرو غوړو خوراکي موادو لکه چپس، بندیز ولگول شي.

 پر دې رپوټ د امریکا کانگریس هم بحث وکړ. ډاکټره ویرجینیا سټالېنگ چې دیاد شوي رپوټ د چمتوکوونکې کمیټې مشره ده، وایي "زموږ ټولنه واقعاً کولای شي په دې لارې سره د زده کوونکو ژوند اوږد کړي. سټالېنگ زیاتوي چې ماشومان د خپلو ورځینیو خوړو ډیری برخه په ښوونځیو کې خوري نو ښوونځي اړ دي چې د هغو روغتیا ته پام وساتي."

 په رپوټ کې همدا راز غوښتنه شوې چې د غوړو، خوږو او مالگې لرونکو توکو پر ځای دې، اوبه، بې غوړه شیدې، میوه، سابه او د میوو اوبه په ښوونځیو کې وپلورل شي.

په عامه چارو کې د ساینس د مرکز ویانده، مارگو ووتن په دې اړه وایي " مارگو ووتن: دا به بیخي ډېر کلونه وغواړي څو دا طرحه د اوسني غذایی معیار پر ځای، په ښوونځیو کې وکارول شي. ددې رپوټ چمتو کوونکې کمیټه وایي چې ښوونځي دې باید د غذایی توکو په برابرولو کې، یو شاني لارښود وکاروي که د محفلونو پر مهال وي او که د نورو فعالیتونو پر مهال. خو د غذایي تولیداتو یو استازی، رېک بېرمان بیا په دې اړه شک څرگندوي."

 رېک بېرمان "هغوی اوس هم دا لوی ټکی له پامه غورځوي چې فزیکي فعالیت او تمرین څومره تاسو ته گټه رسوي. له بله پلوه دا ویره هم شته چې په دې کار سره به په ښوونځیو کې د اتوماتیکو کانتینونو عاید، راښکته شي ځکه کله چې په واشنگټن ډي سي کې د بېلگې په ډول دا پالیسي پلې شوه، نو له دې لارې ښوونځي ته روان عاید یو دم راټیټ شو.

خو د رپوټ یو چمتو کوونکی، روزمري دیدیریکس وایي چې روغتیايي شیان، کیدای شي خوندور هم وي او دا کار د غذایی موادو په تولیدوونکو پورې اړه لري. روزمري: زه ډاډه یم چې فابریکې به ډیر ډیر نوښتونه وکړي او حیرانوونکي تولیدات به وړاندې کړي. که څه هم دا طرحه اوس د یو وړاندیز په شان ده خو که د کانگریس لخوا ومنل شوه نو د قانون په څیر به په پام کې ونیول شي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه