Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په افغانستان کې دښځو د سینې سرطان

31/05/2007

په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې دروغتیايي خدمتونو په پراخیدو پدغه هیواد کې دښځو دسینې دسرطان دناروغۍ دناروغانو پیژندل هم اسان شوي دي، خو لا تراوسه هم ددې ناروغۍ دناروغا و ددرملنې په برخه کې ډیر څه ندي شوي.

breast feeding
په افغانستان کې دنورو ناروغیو په څیر دسینې دسرطان دناروغانو کره او دقیق شمیر هم ندی څرګند دعامې روغتیا وزارت مرستیاله ډاکټره نادره حیات ددی کار لامل ددغې ناروغۍ دتشخیص دمرکزونو نشتوالی ګڼي.

 ډاکټره نادره حیات برهاني دعامې روغتیا وزارت مرستیاله که څه هم چې دکابل درابعه بلخي په ښځینه یوه روغتون کې په یوه کال کې پدې ناروغۍ ۱۸ میرمنې ترعملیاتو لاندې نیول شوي خو لا هم ددې ناروغۍ ډیری ناروغانو د درملنې لپاره ګاونډیو هی ادونو ته ځي.

دوهاج د تشخیصیه انستیتوت مشر ډاکټر محمد هاشم وهاج وائي چي ددې کار علت په افغانستان کې له هستوي انرژۍ نه په طبابت کې کار اخستنې په برخه کې نیمګړتیاوی ګڼي.

خو ډاکټره نادره حیات بیا وايي چې پدې برخه کې یو شمیر ګامونه پورته شوي.

Breast Cancer Research
ډاکټره نادره حیات برهاني دعامې روغتیا وزارت مرستیاله د نړیوال بانک وايي چي دیوه رپورټ له مخې په افغانستان کې په تیرو دریو کلونو کې دروغتیايي خدمتونو کچه پراخه شوې اوس نیږدې ۸۵ په سلو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس لری خو ددې پرمختګ سره سره اوس هم هر کال په زرګونه میندې د ولادت او په زرګونه ماشومان دپنځه کلنۍ عمر ته له رسیدو دمخه پدغه هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  نور مربوط خبرونه
سرطان سينه - صداي امريکا مسوليت محتويات صفحات خارجي را ندارد
 
  مهم خبر
امرېکاېې قواو په افغانستان کی دېارلس تندروان وژلی دی

  نور رپو ټونه
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه
تاجکستان نن پنځه سوه کېلو گرامه چرس چه د افغانستان نه په قاچاق راوړل کېدل، ونېول