Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
گڼ شمېر خلک په بېلا بېلو کچو په مخدره موادو او یا طبي درملو روږدي دي

04/06/2007

گڼ شمېر خلک په بېلابېلو کچو په مخدره موادو او یا طبي درملو روږدي دي. د امریکا د حکومت یوې احصائیې ښوولې چې لږ تر لږه په سلو کې لس لویان، د درملو او یا مخدره موادو په ناوړه کارونې اخته دي.

په دغې څېړنې کې چې په ترڅ کې یې له څه باندې ۴٣ زرو کسانو سره مرکه شوې ده، څېړونکو وغوښتل څو د کوکائینو، هیروئینو او چرسو په شمول، په بېلابېلو مخدره موادو او طبي درملو باندې د روږدو کسانو شمېر ځانته مالوم کړي.

په پای کې دوی ومونده چې د تیر یو کال په ترڅ کې د روږدو کسانو په شمېر کې اته فیصده ډیروالی راغلی او نژدې درې فیصده خلک کلونه کلونه، د یو شمېر درملو په کارولو روږدي شوي دي.

 د کلیویلانډ کلینیک ارواپوه، ډاکټر مایکل مک کي که څه هم په دې څیړنې کې برخه نه درلوده خو وایي چې د رپوټ دا پایله د حیرانتیا وړ نه ده: " دا حیرانوونکې نه ده خو زه فکر نه کوم چې دا رپوټ به کومه اغېزه هم ولري ځکه په امریکا کې له شلو میلیونو څخه زیات لویان په مخدره درملو اخته دي. زموږ مطلب د آرام بښونکي گولیو، خوب بښونکي گولیو، اوپیاتونو، کوکائینو او چرسو په شان مخدره توکي دي."

 د څېړونکو په وینا، ډیری روږدي کسان له رواني، ټولنیزو او د ناوړه احساساتو له ستونزو سره هم لاس او گریوان و. ډاکټر مک کي وایي چې څوک باید خپل هغه ملگری یا د کورنۍ کوم غړی چې په مخدره موادو اخته شوی وي له ځانه ونه شړي بلکې د هغه د ژغورنې لپاره هڅه وکړي: مایکل مک کي:

 مخدره مواد د روږدو کسانو ټولنیز ژوند، کورنۍ او دنده اغیزمنوي. نو که تاسو کوم څوک ولید چې دغه راز ستونزه لري نو لږ تر لږه دا هڅه وکړئ چې له هغه سره د خبرو لار پرانیزئ او په درملنه کې یې ورسره مرسته وکړئ، دا به هغو ته گټور وي.

 ډیری کسان په لومړي سر کې د یوې ناروغۍ په خاطر مخدره طبي درملو ته مخه کوي چې د وخت په تیرېدو یې هغه ناروغي جوړه خو له درملو سره یې تړاو نه شلېدونکی پاته شي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
د افغانستان په گڼو برخو کی د کولرا مرض 'د خپریدو په حال کی دې'

  نور رپو ټونه
د افغانستان او ناټو عسکرو په تازه جگړو کې څوارلس طالبان وژلى دى
د پاکستان عسکرو په ناکراره قبېلوى سېمه کې ٢۴ افراطېان ووژل
اوباما د خپل سیال مککېن نه 'شپږ نمرې مخې ته دی'
اسراییلو نن د اردن د سیند لویدیځې غاړې نه د تگ راتگ د بندیز نوئ امر صآدر کړ
په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې ووژل شول
د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'
د بغداد په بم چونه کې نهه کسان مړه او دېارلس زخمى شول
د اروپاېې اتحاد مشران د اقتصادى ژغورنى په پلان باندى کار کوى