Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د نړی روغتیا سازمان د ټولو هیوادو په روغتیایی ستونزو اود چاپیریال سره د هغوی د اړیکوپه باب یو رپوټ خپور کړی دی

18/06/2007

په دې هفته کې د نړی د روغتیا سازمان د ټولو هیوادو د روغتیايي ستونزو او د هغوی اړیکې د چاپیریال سره څیړلي دي.

 په رپوټ کې د چاپیریال په ستونزو کې ککړتیا، په کارځایونو کې د خوندیتوب په حالت او د لمر د ماورا ء بنفش په وړانگو یې څېړنې شوي دي.

 دوی په نورو خطرونو لکه شورماشور، زراعتي غیر محفوظو طریقو، د اقلیم بدلون او د خلکو د کړووړو په هکله هم خپل تحقیقات کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د چاپیریال په ښه کولو سره هر کال د ١٣ ملیونو خلکو ژوند خوندي کیدلای شي. په دوو سوو هیوادو کې دا خبره معلومه شوې ده چې په نړی کې انگولا، برکیناو فاسو، مالي او افغانستان هغه ملکونه دي چې د چاپیریال له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

په څیړنه کې معلومه شوې ده چې د چاپیر دوه مهمې ستونزې په دیرویشتو هیوادو کې په سلو کې د لسو خلکو د مړینې باعث گرځي.

دا دوه ستونزې د ناولو اوبو څکل او د کوټو په دننه کې د لرگو او د خوشايو سوځول دي چې هوا خرابوي. ناداره ملکونه د محیطي صحي ستونزو نه ډیر رنځ وړي.

د نړی د روغتیا د سازمان په ارقامو کې ویل شوي دي چې د بډایو ملکونو په پرتله په نادارو ملکونو کې خلک د خپل روغ ژوند په سلو کې شلمه برخه د محیطي صحي ستونزو له امله له لاسه ورکوي.

 رپوټ زیاتوي چې حتی هغه ملکونه چې د ژوند د چاپیریال له ښو امکاناتو نه برخه من دي کولی شي د ناروغتیا و اندازه یو پر شپږمه کمه کړي.

په ځنو نادارو هیوادو کې دوی کولی شي چې د چاپیریال په ښه کولو سره د مرضونو اندازه یو په درېمه کمه کړي. د محیطي روغتیايي ستونزو دوه په دریمه برخه قربانیان د پنځو کالو نه کم ماشومان دي چې ډیر شمیر یې د سږو په مرضونو او د نس ناستې نه مري.

د نړی د روغتیا د سازمان ماموره سوزانې وبر موسدورف وايي دا څیړنه لمړنۍ گام دی چې د ملي تصمیم نیونکو لپاره د وقایوي اقداماتو لپاره اهداف ټاکي.

 مگر د رپوټ د نتایجو نه داسې ښکاري چې ډیر شمیر ځانگړي افراد هم دي چې د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې ډیر څه کولی شي.

 د هغو تجاویزو په برخه کې چې د مړینو د کمولو په هکله شوي په هغو کې د پاکو سون موادو لکه گاز او د برښنا برابرول اود پخلۍ د ښو نغریو عام کول شامل دي.

 د اوسیدلو په کوټو کې د تازه هوا د نفو‏ذ لپاره امکانات برابرول او ماشومان د لوگي د اغیزو نه ژغورول کیدای شي د سږو د ډیرو مرضونو نه دوی خوندي کړي.

 د اوبو د بهترزیرمه کولو او پاکولو د پاره اقدامات هم ددې امراضو په کمیدلو کې گټه کوي. د رپوټ د نور جزئییاتو لپاره د نړی د روغتیا سازمان انترنټ پاڼې ته مراجعه وکړئ.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې ووژل شول

  نور رپو ټونه
د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'
د بغداد په بم چونه کې نهه کسان مړه او دېارلس زخمى شول
د اروپاېې اتحاد مشران د اقتصادى ژغورنى په پلان باندى کار کوى
اوباما او مککین پر یوه بل باندی د بریدونو  په باب خبرې وکړی
د بالى د بم چاودنى شپږمه کلېزه ولمانځل شوله
شمالی کوریا داتمې بټۍ په ړنگولو باندی لاس پوری کړیدی
’له پلچرخي زندان نه د زندانیانو د تیښتې پلان شنډ شوی’ او د افغانستان په کابینه کې بدلون راغلی
ځانمرگه حمله کې د قبایلو وژل شوي مشران خاورو ته وسپارل شول
صوبه سرحد کې ځانمرگي ١٥ تنه وژلي