Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په افغانستان کي يو مليون کسان په مخدره موادو اخته دي

26/06/2007

دشميرونوله مخي نن سبا په افغانستان کي په مخدره موادو باندي د روږد وکسانو شميرنژدي يو مليون ته رسيږي چي زيات شميريي دهيروينو او اپينو په نشه اخته کسان دي.

 په دغو کسانو کي زيات شمير ښځي هلکان اوتنکي ځوانان هم شامل دي چي د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کي د اوسيداني په وخت د مخدره موادو په نشه اخته شوي دي.

 په افغانستان کي د کوکنارو کرکيلي پراخيدو په ښارونو او کليوالو سيموکي په ارزانه او په اسانه توگه د هيروينو او اپينو ترلا سه کيدوته په پاملرني ملگري ملتونه انديښنه لري چي کيداي شي پدغه هيوادکي په مخدره مواد وباندي داخته کسانو شمير د اوسني شميرنه په چټکي سره نور هم زيات شي.

Afghan farmers gather poppies in the  Zadi Dusht district of Kandahar, Afghanistan (File photo)
هلکان اوتنکي ځوانان د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کي د اوسيداني په وخت د مخدره موادو په نشه اخته شوي دي.
په کابل کي د ملگروملتونو دمخدره موادو او جرمونو سره د مبارزي د اداري يو چارواکي جهانزيب خان ورته انديښني لري او واي په افغانستان کي په مخدره موادو د اخته کسانو شميرته پاملرني دهغوي علاج لپاره يوازي دگوتوپه شمير روغتيايي مرکزونه شته دي چه په کابل او څونورو لويوښارونو کي فعاليت کوي.

 په دغه مرکزونو کي د نجات سنټر په نوم يو مرکزهم چه دمخدره موادو بندي دروږدو کسانو دعلاج په برخه کي د اوږدي مودي راپديي خوا په کابل کي فعاليت کوي دي مرکز د مخه په پښاورکي فعاليت کوه.

 په نجات سنټرکه په مخدره موادو باندي دروږدو کسانو د طبي درملني ترڅنګ دهغويي روحي روزنه او پالنه هم ترسره کيږي.

 په افغانستان کي او د پاکستان په پښتني سیمه کي په هيروينو اخته کسانو ته پوډريان ویل کیږي. داسی کسان په اوس په ټولو لویو ښارونو کي لیدل کیږی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
افغان حکومت وايي له طالبانو سره یې خبرې ندي کړي

  نور رپو ټونه
جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ
د پاکستان د پارلمان د وکیل په کور کې د مړو شمیر ١٧ ته رسیدلی
په باجوړ کې افغان مهاجرو ته د وتلو امر شوی
عراق او امرېکا په عراق کې د امرېکا د عسکرو د څرنگوالى په باب 'موافقى ته نېژدى دي'
براک اوباما له سناتور جان مکېن 'نه مخکى دى'
احمد ولي کرزی: زه قاچاقبر نه یم
ملگري ملتونه له طالبانو نه غواړي چې د خوراکي موادو ویش نه اخلالوي
د قېرغېزېستان په زلزله کې کلى وران شوېدى
د پاکستان د پارلېمان دېوه غړى په کور کې دولس کسان ووژل شول