Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
طبی اخلاق څه شی دی؟

12/07/2007

د ټولنی هر غړی حق لری چی د خپل صحت او روغتیا په هکله تصمیم ونیسی او د ډاکتر نه مرسته وغواړی په همدی ترتیب د دی حق هم لری چی هر ډول طبی مرسته رد کړی او د خپل صحت په هکله طبی مرسته ونه منی.

medical exam
د طبی اخلاقو له لحاظه ډاکتر باید د مریض غوښتنی ته پام وکړی
مگر په هغه صورت کی چی مریضی یی ساری نه وی او د ټولنی نورو غړو ته د سرایت احِتمال ونه لری، چی حتی ډاکتر کولای شی دغه مریض په قرنطین کی وساتی، تر څو نورو ته سرایت پیدا نه کړی. 

همدا موضوع د هغو مریضانو په ‏هکله هم صدق کوی چی د دماغی لحاظه یا سالم ندی او یا هم په دومداره کوما یا وجیتیتیف مرحله کی دی. 

مگر خبره په دی کی ده چی څرنگه باید پوه شو چی که چیری دغه مریض صحت درلودی او یا په کوما کی نه وای، څه تصمیم به یی د خپل ژوند په ‏‏هکله نیولی وای.

په امریکا کی ډیری داسی پیښی شوی دی چی تیر کال د فلوریدا په ایالت کی د تیری شایویز په نامه یوه ځوانه ښځه کلونه کلونه په کوما یا وجیتیتیف حالت کی پرته وه، چی یوازی قلب یی کار کاوه او نور مغز یی استحاله شوی ؤ او نور ‏هیڅ ډول عکس العمل یی نه شو اجرا کولای. نه یی څوک پیژندل، نه یی خوراک کولای شوی او د یوه غذایی ټیوب په واسطه تغذی کیدله.

د دی ښځی میړه د ډاکترانو نه وغوښتل چی غذایی ټیوب تری لیری کړی او پریږدی چی حق ته ورسیږی، خو د شاویز مور، پلار خپل خپلوان، د کلیساگانو غړی او د فلوریدا د ایالت زیلتره خلک ورته راپورته شول چی ډاکتران نشی کولای د تیری شاویز نه د تغذیی ټیوب لیری کړی.

دا موضوع تر محکمی ورسیده او محکمی هم دا حکم صآدر کړ چی د تغذیی ټیوب دی تری لیری کړی، او پریږدی چی په حق ورسیږی، محکمی دا پریکړه د دی ښځی د میړه د غوښتنی له امله ونه کړه، بلکه له دی امله یی دا پریکړه وکړه چی میړه یی ویل چی شاویز کله چی جوړه وه ده ته یی ویلی ؤ چی دا نه غواړی د ژوند په وروستیو شیبو کی د روغتیایی حالت د خرابوالی له امله وکړیږی. 

د طبی اخلاقو له لحاظه ډاکتر باید د مریض غوښتنی ته پام وکړی په تیره که مریض د مړینی په سرحد کی وی نو تر آخره دی هڅه وشی چی مریض آرام وساتل شی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه