Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د کال ١٩٩٩ د جولای پر شپاړسمه، کشر جان ایف کینیډی د یوماشینه الوتکی د رالوېدلو په پېښه کی مړ شو

17/07/2007

د کال ١٩٩٩ د جولای پر شپاړسمه کشر جان ایف کینیډی او د هغه مېرمن کېرولین بیسیت کینیډی او د هغې خور لورین بیسیت د هغی یوماشینه الوتکی د رالوېدلو په پېښه کی مړه سول چی پخپله جان کینیډی د اطلس د سمندر پرسر د مساچوسیتس ایالت ته نیژدې چلوله.

کشر جان فیتزجیرالډ کینیډی د کال ١٩٦٠ د نوامبر پر پنځه ویشتمه څو هفتې وروسته له هغه چی پلار یې د امریکا د جمهوریس په حيث انتخاب سو وزېږېدی.

هغه د زېږېدنی په دریمه کلیزه دخپل وژل سوي پلار د جنازې په مراسمو کی برخه واخیستله او هغه تاریخی عکس یې تراوسه پوری پاته دی چی د پلار تابوت ته یې عسکری سلام کړی دی.

 دی خپلی مور ژاکلین کینیډی لوی کړ . کینیډی د حقوقو پوهنځي ولوستله او څه وخت یې د څارنوال په حيث وظیفه سرته ورسوله او په ډېرو همزولو کی ممتاز وو.

لکه د اکثرو بااستعدادو او فوق العاده انسانانو په څېر یو ډول ماجراغوښتونکی وو او په هغه شپه چی الوتکه یې د نیویارک څخه د مساسوچیتس ایالت ته الوزوله د خپل استاد پېشنهاد یې ونه مانه چی ویل یې هغه به هم ورسره ولاړ سي، او هغه ته یې ویلي وه چی دی غواړی الوتکي ته یوازي پرواز ورکړی.

په تیاره شپه کی یې ساحل ته نیژدې د الوتکی کنټرول له لاسه ورکړ او د سمندر د ساحل څخه اته میله لیری یې الوتکه ولوېده.

 پنځه ورځی وروسته د ده او د ده د مېرمني او خوښینی مړي پیدا سول او خاورو ته وسپارل سول.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي

  نور رپو ټونه
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه