Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د کال ١٩٥٢ د جولای پر دیرویشتمه د مصر د ازادو افسرانو ټولني کودتا وکړه او قدرت یې ترلاسه کړ

22/07/2007

د کال ١٩٥٢ د جولای پر دیرویشتمه د مصر د ازادو افسرانو ټولني د ډگروال جمال عبدالناصر په رهبری کودتا وکړه او قدرت یې ترلاسه کړ.

 ملک فاروق، چی پر حکومت باندی یې د اداری فساد او د عربو او اسراییلو په لومړي جنگ کی د ماتی خوړلو له امله ډېر زیات انتقادونه کېدل، له قدرته استعفی وکړه او قدرت د ازادو افسرانو د ټولني تش په نامه مشر جنرال نجیب ته ورسېدی.

 انقلابیانو مځکی ووېشلې، سیاستمداران یې د اداری فساد له اغمله محاکمه کړل او په کال ١٩٥٣ کی یې په مصر کی شاهد رژیم له منځه یوړ.

په کال ١٩٥۴ کی ناصر د صحنې له شا څخه را ووت، جنرال نجیب یې لیری کړ او ځان یې د مصر صدراعظم اعلان کړ.

دوه کاله نور یې په مصر کی د یوه محبوب او موثر مشر په حيث کارته ودام ورکړ، د مصر داپره یې نوی اساسی قانون طرح کړ او مصر یې یو عرب سوشلیسټ رژیم اعلان کړ او په شعوری توگه د مصر له کمونیسټ گوند او د ساړه جنگ دوخت د سرمایه داري نړۍ څخه جلا پاته سو.

جمال عبدالناصر په کال ١٩٥٦ کی د مصر د جمهوری ریاست نوي مقام ته کاندید سو، د هغه سره هیچا رقابت ونه کړ او د یوازینی کاندید په حيث بریالی او جمهوریس سو.

جمال ناصر په کال ١٩٧٠ کی، چی لا هم د هیواد جمهوریس وو، د زړه د حملې په اثر وفات سو.

ناصر د خپل قدرت د کلونو په وخت کی د مصر محبوب او موثر مشر پاته سو .

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي

  نور رپو ټونه
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه