Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په افغانستان کې دمرغانو دوالګي ناروغۍ "هیڅ ډول نښې ندي لیدل شوي."

31/07/2007

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې دمرغانو دوالګي ناروغۍ بیخي له منځه وړل شوې او په تیرو دریو میاشتو کې ددې ناروغۍ هیڅ ډول نښې ندي لیدل شوي. 

 ۲۰۰۷،۰۷،۳۱ د افغان حکومت روغتیايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې دمرغانو دوالګي ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.  نور له دې وروسته داهیواد ددغې ناروغۍ له ګواښ نه بچ دی. 

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي چې په روان کال کې دافغانستان په څلورو ولایتونو کنړ، ننګرهار، کابل او کاپیسا کې دمرغانو دوالګي ۱۶ پیښې په چرګانو کې لیدل شوی وې چې وروسته بیا د روغتیا او کرهڼې دو زارتونو له لوري په هغو سیمو کې چې دا الګی لیدل شوی وو.

 په وړاندې یې کمپاین وشو چې له امله یې دغې سیمې دچرګانو دوالګي د ناروغۍ نه پاکې شوې، دافغانستان حکومت وايي چې په تیرو درېو میاشتو کې د چرګانو دوالګي دهیڅ کومې پیښې خبر ندی ورکړل شوی.

 دعامې روغتیا وزیر ډاکټر سید محمد امین فاطمي د مرغانو دوالګي له ګواښ نه دافغانستان د بچ کیدو د اعلان په وخت پدغه کمپاین کې دشاملو کارکوونکو هڅې هم وستایلې.

ډاکټر سید محمد امین فاطمي د افغانستان دعامې روغتیا وزیر ښاغلی فاطمي وایي چې د چرګانو دوالګي دله منځه وړلو لپاره یې مسلکي ډاکټران روزلي. 

د خلکو دپوهاوي په اړه یې پوره تبلیغات کړي او د چرګانو دوالګي په اړه د خلکو دخبرتیا کچه هم لوه کړیده. 

 دعامې روغتیا وزیر وویل چې په تیر یو نیم کال کې یې وزارت توانیدلی چې د ایچ ۵ این یو ویریوس دتشخیص او پيژندنې لپاره یې پوره توکي ترلاسه کړي.

 ښاغلي فاطمي وویل که څه هم دچرګانو دوالګي ویروس په افغانستان کې انسانانو ته لاتراوسه ندی خور شوی، خو بیا لاهم دوی دتداوۍ په اړه یې پوره ګام پورته کړی.

ډاکټر سید محمد امین فاطمي دافغانستان دعامې روغتیا وزیر دنړۍ دنورو برخو په څیر افغانستان هم د وحشي الوتونکو دتګ را تګ په لار کې پروت دی چې دتیرو دوو کلونو را پدیخوا پدغه هیواد کې دمرغانو دوالګي د ناروغۍ په باب دخلکو اندیښنې زیاتې شوي دي.

 دخلکو دا اندیښنې هله لا زیاتې شوې چې دافغانستان په ګاونډ پاکستان کې ددی ناروغۍ دپیښو دزیاتیدو په اړه خبرونه خپاره شول. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه