Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
داسی گڼل کېدله چی لومړی نړی وال جنگ به د ټولو جنگونو پای وي، ځکه چی...

01/08/2007

د کال ١٩١۴ د اگسټ پر لومړۍ نېټه، څلور ورځی وروسته له هغه چی اطریش او هنگری د سربیا سره جنگ اعلان کړ. 

جرمني او روسیې جنگ سره اعلان کړ،  فرانسې د عمومی سفر بری اعلان وکړ او د جرمني د عسکرو
210px-europe-map2

اروپا

لومړنۍ ډلگی پر فرانسې باندی د یرغل دپاره د لوکزامبورگ خاوری ته ننوتلې.

په وروسته دریو ورځو کی روسیه، فرانسه، بلجیم او برټانیه ټول د اطریش، هنگری او جرمني په مقابل کی ودرېدل، او دجرمني پوځ پر بلجیم باندی حمله وکړه.

د کال ١٩١۴ د اکټوبر په میاشت کی لا ترکیه هم دجرمني او هنگری ملگرې سوه. او کله چی متحدینو حمله ورباندی وکړه نو د متحدینو قواو ډېر سخت تلفات ورکړل او بیرته پر شا کېدلو ته مجبور سول.

لومړی نړی وال جنگ په تاریخ کی د تباهی او تلفاتو له مخی بې سابقې وو. او تقریبا شل میلیونه عسکر او ملکیان پکښی قتل سول.

کله چی په کال ١٩١٨ کی د امریکا قواوی اروپا ته ورسېدلې نو د جنگ پله د متحدینو په گټه درنه سوه.

 جرمني هم ډېر زیات تلفات ورکړي او هم یې منابع او وسایل پای ته رسېدلي وه او د کال ١٩١٨ د نوامبر پر یوولسمه یې د متحدینو سره متارکه لاسلیک کړه.

داسی گڼل کېدله چی لومړی نړی وال جنگ به د ټولو جنگونو پای وي، ځکه چی ددې جنگ په اثر ډېرو هیوادونو ته ډېر زیات تاوانونه او تلفات ورسېدل.

له بده مرغه چی د سولی تړون رسما جنگ ته خاتمه ورکړه نو دکال ١٩١٩ د ورسای تړون پر جرمني باندی دونه سخت شرایط تحمیل کړل چی اروپا یې بې ثباته کړه او د دوهم نړی وال جنگ دپاره یې اساس کښېښود.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي

  نور رپو ټونه
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه